یوه ځانګړې اړيکه: د بريتانيا پاچا چارلز آلمان ته راغلی
د بريتانيا پاچا دریم چارلز او د هغه میرمن کمیلا چې د چهار شنبه په ورځ آلمان ته راغلي، د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې د آلمان د بېلا بېلو ځايونو څخه لیدنه کوي. پاچا چارلز له آلمان سره څه ځانگړې اړيکه لري؟
د برانډنبورگ په دروازه کې ښه راغلاست
شاهي جوړې ته د لومړي ځل لپاره د برانډنبورګ په دروازه کې له نظامي تشریفاتو سره هر کلی وویل شو. د آلمان د ولسمشر دفتر په وینا، تر دې مخکې د برلین په دې تاریخي ځای کې هیڅ دولتي میلمه ته ښه راغلاست نه دی ویل شوی. ځانګړی ښه راغلاست د آلمان او انګلستان ترمنځ د نږدې اړیکو سمبول دی. چارلس او کمیلا په ۲۰۱۹ کې د برانډنبرګ په دروازه تم شوي ول.
نږدې ملګري
پاچا چارلز او د آلمان ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر د خپلو ډیری ناستو په جریان کې دوستانه اړیکې رامینځته کړي. دلته د ۲۰۱۹ په مۍ میاشت کې د ولسمشر رسمي استوګنځي، بیلیوو ماڼۍ مخې ته دواړه د خبرو په حال کې ليدل کيږي. په همدې ځای کې دوی د مارچ پر ۲۹مه نیټه هم سره وليدل.
پاچا جارلز د آلمان پارلمان ته وينا وکړه
د بريتانيا پاچا چارلز آلمان ته د خپل لومړي رسمي سفر په ترڅ کې د آلمان پارلمان ته وينا وکړه. نوموړي له اوکراين څخه د ملاتړ له کبله د آلمان ستاينه وکړه او د آلمان او انگلستان کلتوري اړيکي یې وستايلې.
له هامبورګ څخه لیدنه
پاچا چارلس په برانډنبرګ کې د آلمان - برتانوي نظامي واحد څخه هم لیدنه کوي چې د پلونو په انجینرۍ کې تخصص لري. د آلمان له ولسمشر سره به بیا هامبورګ ته هم سفر وکړي. د هامبورګ په بندر کې به پاچا ته چې له لسیزو راهیسې د چاپېریال ساتنې له برخې سره لېوالتیا لري، ځینې سیمه ییزې اقلیم دوسته ټیکنالوژي ور وښودل شي.
د سانت نیکولای کلیسا کې يادون
د ۱۹۴۳ کال د جولای په میاشت کې بریتانیې او امریکا په هامبورګ باندې پراخ هوایي بریدونه وکړل چې د ګوموره عملیاتو تر کوډ نوم لاندې ترسره شوي ول. په اصطلاح د هامبورګ آزادولو په نوم دې هوايي بريدونو په پايله کې تر ۳۵۰۰۰ ډیر کسان ووژل شول او نږدې یو ملیون خلک بې کوره شول. پاچا چارلز او شټاین مایر به په یاده کلیسا کې د ګلونو ګیډۍ کېږدي.
په ۱۹۸۷ کې له هامبورګ څخه لیدنه
د دوی د سفر په جریان کې ، پاچا چارلس او کمیلا به د هامبورګ ښار په تالار کې د ښار طلایی کتاب هم لاسلیک کړي. چارلس د نومبر په ۱۹۸۷ کې کله چې هغه له خپلې پخوانۍ میرمنې شهزادگۍ ډیانا سره د آلمان له دې بندري ښار څخه لیدنه کړې وه، دا کتاب یې لاسلیک کړی وو.
په ۲۰۰۹ کې تشریفاتي مېلمستیا
پاچا تر دې مخکې په ۲۰۰۹ کال کې د آلمان د پخواني ولسمشر هورست کوهلر په بلنه بیلويو ماڼۍ ته هم تللی و او په هغه وخت کې هم کمیلا هم ورسره وه.
په آلمان کې له خلکو سره لیدنه
له ۱۹۶۲ راهیسې، چارلز آلمان ته له ۴۰ څخه زیات سفرونه کړي. د هغه ډیری لیدنې شخصي وې، که څه هم هغه ډېر کم له خپلو مینه والو سره د ليدلو چانس له لاسه ورکوي. دلته په ۱۹۹۵م کال کې [په انځور کې] هغه په مونشن کې مخکې له دې چې د مونشن له مشهور مارکيت څخه ليدنه وکړي، له خپلو مينه والو سره گوري.
آلمانان د پاچاهۍ پرته خوشحاله دي
د فورسا د یوې سروې له مخې چې د پاچا د لیدنې په بهیر کې ترسره شوې، ډیری آلمانان له لیرې څخه د شاهي کورنۍ هرکلی کوي، خو دوی د شاهي کورنۍ درلودو ته ليواله نه دي. یوازې ۸ سلنه آلمانان غواړي د آلمان پاچاهي وګوري. ډیری آلمانان خوښ دي چې يو فدرالي ولسمشر د دولت د استازي په توگه لري.
له آلمان سره ځانگړې اړيکه
د انگلستان شاهي کورنۍ ژورې تیوټونیک يا پخوانۍ جرمنۍ رېښې لري. په ۱۷۱۴ کې د هانوور اشرافي کورنۍ څخه جارج لويس لومړی آلماني توکمه پاچا شو چې د انګلستان تاج یې ترلاسه کړل. له تیرو ۳۰۰ کلونو راهيسې د انګلستان سلطنت او د آلمان د اشرافي کورنیو ترمنځ قوي اړیکې دوام لري. پاچا چارلس هم آلماني رېښې لري. هغه حتی په روانه آلماني ژبه خبرې کوي چې لږه انګلیسي لهجه ورسره مل وي.