1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

یوه نارويږي ۳۰۰ ماشومان جنسي ځورولي

۱۳۹۷ آذر ۱, پنجشنبه

د ناروې د پولیسو په حواله یوه ۲۶ کلن نارويږی له تر۳۰۰ ډیرو ماشومانو څخه د جنسي ګټې اخیستني په تور محاکمه کیږي. دا په ناروې کې د جنسي ګټو اړوند تر ټولو لویه قضیه بلل کیږي.

https://p.dw.com/p/38hB9
Symbolbild Revenge Porn
انځور: picture-alliance/empics

په اسلو کې د مرکزي څارنوالۍ په حواله تورن کس تر ۳۰۰ ډیر هلکان د جنسي غریضي ښکار کړي دي. سیمه ایزو رسنیو دغه ۲۶ کلن تورن کس د فوټبال يو ریفري معرفي کړی دی چې د ځيرکه تلیفونونو د سنیپ چیټ اپلیکیشن له لارې به یې ځان نجلې معرفي کاوه او هلکان به یې په نښه کول.

د سیمه ایزو رسنیو په حواله تورن کس به له دغو هلکانو سره ژمنه کوله چې دوی ته به بربنډ انځورونه ولیږي، خو په دې شرط چې دوی ورته خپل د لاس په وسیله د انزالیدو ویډیو ور ولیږي. که دغه هلک به بیا خپل نورې ویډیوګانې نه لیږلې، نو هغه ته به یې ګواښ کاوه چې د ده ویډیو به په انټرنټ کې خپره کړي.

د پولیسو په حواله د تورن کس له کمپیوټر څخه یې تر ۱۶ زرو ډیرې داسې ویډیوګانې ترلاسه کړي دي. د اسلو د څارنوالۍ په حواله دغه کس له ۲۰۱۱م کال راهیسې ۳۰۰ داسې تنکي ځوانان د خپلې جنسي غریضې ښکار کړي دي چې له ۱۳ تر ۱۶ کلونو پورې یې سنونه ول. له دې ډلې ماشومانو یا تنګیو ځوانانو څخه یې پر ځينو جنسي تیري هم کړی دی.

د چارواکو په حواله  تورن کس پر ناروې سربیره په ډنمارک او سویډن کې هم له یو شمیر ماشومانو جنسي ګټه اخیستې ده. حکومتي څارنوال ویلي دي «دا قضیه ډیره جدي ده او دا د ناروې په تاریخ کې د جنسي تیري او جنسي ګټې اخیستنې تر ټولو لویه قضیه ده».

د تورن کس مدافع وکیل ویلي دي چې د ده مؤکل دغه واقعیتونه مني، خو غواړي د هر انفرادي مورد په هکله ځواب ووایې. د یادونې وړ ده چې دغه تورن کس په ۲۰۱۶م کال کې نیول شوی وو او په ۲۰۱۹م کال باید هغه محکمې ته پر ده د لګول شویو تورونو ځواب وایې او محاکمه شي.