یوه مسافره څرنگه په الوتکه کي هیره سوې وه؟
۱۳۹۸ تیر ۳, دوشنبهکاناډايي چینل، گلوبل نیوز او نورو رسنیو رپوټ ورکړی دی، چي د یوې الوتکي په منځ کي دغي بيدې هیري سوي مسافري، اېرکاناډا شرکت له سختي وارخطايی سره مخامخ کړ.
د تیفاني آدمس په نامه دغه ښځه د هغې د خپلو اظهاراتو پربنأ په تورنتو کي د الوتکي د کښینستو پر وخت ډوبه بیده سوې او د طیارې د پرسونل هم هیره سوې وه.
هغه ډیر وروسته په خالي او تیاره الوتکه کي چي په دې منځ کي یخه سوې هم وه، راکښینستله. داچي تلیفون یې هم چارج نه درلود، نو تلیفون يې هم نه سوای کولای. د الوتکي مخابراتي دستگاه هم د هغې د برق د قطع کیدو له کبله کار نه ورکاوه. دې اول گومان کاوه چي خوب ویني، خو وروسته یې کوښښ وکړ، چي بیره لیري او پر ځان غلبه حاصله کړي.
خو وروسته یې یو لاسي څراغ پیدا او په هغه سره یې دباندي ته عاجل زیگنال ورکړ. د الوتکي د بکسونو یوه انتقالونکي، تصادفأ رڼا ولیدله او بلاخره یې هغه راکښته کړه. بیا نو د اېر کاناډا هوايي شرکت وراخطا پرسونل ددې پالنه وکړه.
زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:(06.07.2018 )