یوه سوریايي مهاجر د مهاجرو کمپ ته اورونه اچولي دي
۱۳۹۷ مرداد ۱۶, سهشنبهدغه ۲۴ کلن شکمن اوراچونکي د پولیسو د معلوماتو پراساس اوس اوراچونه منلې او اقرار یې کړی دی. ویل کیږي، چي د هغه علت د نوموړي رواني او روحي مشکلات ول.
د لمړني اور پروخت تیره جمعې ورځ یو بستر اور اخیستی ؤ. که څه هم په هغه کي څوک زخمي سوی نه دی، خو د ۵۰۰۰۰ یورو په ارزښت مالي تاوان رسیدلی دی.
د پولیسو په حواله په عین ورځ ماښام وختي په عین کمپ کي یوه بل اطاق ته اوراچول سوی او توشکي سوځیدلي دي.
پلټونکي غواړي معلومه کړي، چي آیا دغه شکمن اوراچونکئ د همدې کال مئ میاشتي پر ۲۳ نیټه د یوه بل اور مسؤلیت هم پر غاړه لري؟
په یوه بله پیښه کي بیا د جرمني د نوردراین ویستفالن ایالت په بیرگیش گلدباخ ښار کي د مهاجرو په یوه کمپ کي د دوشنبې ورځي په ماښام اور لگیدلی او لس تنه پکښي ټپیان سوي دي. د هغوی نهه کسان روغتون ته انتقال سوي دي. دا چي اور څنگه لگیدلی دی د سه شنبه ورځي تر سهار پوري لا معلومه نه ول.
پرورته موضوع یو انځوریز البوم:( 24.05.2018 )