یوه افغان ځوان په سلګونو ځوانانو ته د وړیا زده کړې زمينه مساعده کړې
یو افغان ځوان په سلګونو نورو ځوانانو او پيغلو ته د نقاشۍ، انځورګرۍ، انګلیسي ژبې او سائنسي مضامينو د زده کړې زمينه مساعده کړې ده.
د «ماشومانو له پاره تود غېږ» بنسټ تر اوسه پورې ۵۰۰ تنه فارغان لرلي دي.
نجيب اميري د«Warm Hugs for Children» یا د ماشومانو له پاره تود غیږ په نوم د روزنیز بنسټ، اساس ایښودونکی دی.
د «ماشومانو له پاره تود غېږ» بنسټ په تیرو څلورو کلونو کې د نقاشۍ، انګلیسي ژبې او سائنسي مضامينو په برخه کې تنکیو ځوانانو ته روزنه ورکړې ده.
د دې مرکز بنسټ ایښودونکی وایې چې په هیواد کې دننه او بهر رضاکاران ورسره د زده کونکو د روزنې په برخه کې مرسته کوي.
اوسمال شاوخوا ۲۵۰ زده کونکي چې اکثره یې نجونې دي په دې بنسټ کې د نقاشۍ تر څنګ د نورو تعليمي ریشتو په برخه کې په زده کړو بوخت دي.
انځورونه
1 | 5انځورونه