1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

یوه آسترالیايي پوهنتون د کرونا احتمالي درمل موندلی دی

۱۳۹۹ فروردین ۱۶, شنبه

د موناش آسترالیايي پوهنتون ساینس پوهانو ادعا کړې چې د انساني سپږو د له منځه وړلو درمل کولی شي په ۴۸ ساعتونو کې د کرونا ویروس له منځه یوسي. خو نورو روغتیا پوهانو بیا له احتیاطه د کار اخیستلو سپارښتنه کړې ده.‌

https://p.dw.com/p/3aS9i
Coronavirus in U.S. Navy
د آرشيف انځورانځور: picture-alliance/Zuma/Planetpix/J. Berlier

د موناش په نامه د آسترالیا د درملو د کشف انتسیتوت یا ، ډوهرټي انستیتوت (Monash Biomedicine Discovery Institute) چې د انسان د بدن د دفاعي سیستم او ساري نارغیو په برخه کې څیړنې کوي، په ګډه د آسترالیا له میلبورن پوهنتون او د آسترالیا له رویال روغتون سره په خپله یوه تازه ګډه څیړنه کې موندلې ده چې د سپږو ضد یو ډول درمل چې له وړاندې نه په بازار کې موجود دي،‌ کولی شي چې په ۴۸ ساعتونو کې د کرونا ویروس له منځه یوسي.‌

د موناش له انستیتوت څخه ډاکټر کیلي واګسټاف چې د دې څیړنې مشري یې پرغاړه وه،‌ وویل چې د دوی ساینس پوهانو وښودله چې د ایورمیکتین (Ivermectin) په نامه درمل په دې توانیدلي دي چې په حجرو کې د سارس کوید ۲ یا د کرونا ویروس وده په ۴۸ ساعتونو کې ودروي.‌

ډاکټر واګسټاف په خپلو خبرو کې همدا راز وویل چې موږ موندله چې د دغو درملو یوازې یو ځل کارول یې کولی شي چې په ۴۸ ساعتونو کې د ویروس ټول آر این اې له بدن څخه لیرې کړي.‌ د ایورمیکتین په نامه دغه درمل د امریکا د خوراک او درملو د ادارې له لوري د سپږو ضد د درملو په توګه تائید شوي دي. دغو درملو له وړاندې نه د ایچ آی وي‌ ایډز،‌ ډینګي،‌ انفلواینزا او زیکا ویروس پر وړاندې هم خپل موثریت ښودلی دی.‌

یاد آسترالیايي ډاکټر خبرداری ورکړی دی چې د څیړنې ترسره شوي ټِستونه تر اوسه پورې په انسانانو کې نه دي ترسره شوي او یوازې‌ په لابراتوار کې عملي شوي‌ دي.‌ ډاکټر واګسټاف زیاتوي چې موږ باید اوس دا پیدا کړو چې د یادو درمل استفاده شوي اندازه په حقیقي انسانانو کې هم موثره ده.‌ د هغې په خبره دا زموږ راتلونکی اقدام دی.‌

په دې اړه نور:

د کرونا ویروس واکسین به کله جوړ شي؟

یاد څیړونکی وايي چې د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د ایورمیکتین د درملو کارول نورو آزموینو ته هم اړتیا لري‌ ترڅو په پای کې پر انسانانو باندې عملي کړل شي.‌ د دوی په خبره دوی د دې کار د ترسره کولو له پاره په عاجله توګه مالي‌ ملاتړ ته اړتیا لري، ترڅو خپل کار ته په همدې توګه ادمه ورکړي.‌

دا په داسې حال کې ده چې روغتیايي چارواکي بیا په خپل سري توګه د کرونا ویروس د درملو د کارولو په برخه کې خبرداری ورکوي. د آسترالیا د ویکتورین ایالت د روغتیا وزیرې جیني میکاکاوس، خلک هڅولي چې له دغو درملو څخه ناوړه ګټه وانه اخلي او په خپل سر ددغه درمل څخه استفاده و نه کړي.‌ نوموړې د یاد څیړونکو د کار د ستایني ترڅنګ ویلي چې په خپل سري توګه د دغه راز درملو کارول ښايي انسان د ژوند په بیه تمام شي.‌

میرمن میکاکاوس،‌ د آسترالیا په ویکتورین سیمه کې خلکو ته د کرونا ویروس په هکله د تازه جزئیاتو د ورکړې پرمهال وویل: «د ماشومانو د وریښتانو پرته د سپږو ضد د درملو د اخیستلو هیڅ دلیل نه شته. نه غواړم خلک ووینم چې درملتونونو او یا سوپرمارکیټونو ته ځي او د سپږو ضد درمل واخلي‌،‌ ځکه ساینسپوهان دغه کار کوي.ِ» هغې ټینګار کړی دی چې د دغې شامپو خوړل وژونکي دي او خلک به یې له کبله روغتونونو ته انتقال شي.‌

د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې تر یو میلیون ډیر کسان په کرونا ویروس اخته دي او تر ۵۰ زرو ډیر انسانان بیا د دغه ویروس له کبله وژل شوي دي.‌ د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې اوسمهال ساینسپوهان په دې هڅه کې دي‌ چې د دغې وژونکې وبا له پاره دارو درمل او یا هم واکسین جوړ کړي. اوسمهال د روغتیا د برخې کارپوهان یوازې وقایوي تدابیر د کرونا پر وړاندیز اغیزناکه لار ګڼي. کارپوهان وايي چې د لاسونو مینځل، له خلکو فاصله او د ګڼه ګوڼې په ځایونو کې نه حضور کولی شي چې په کرونا ویروس د اخته کیدو په مخنیوي کې اغیزمن واقع شي.‌

د کرونا ويروس څرنګه خپور شو؟

کرونا ویروس څرنګه خپور شو؟

د کرونا پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: