1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

«په سلونو میلیونه ماشومان د نظافت چارې نه شي عملي کولی»

۱۳۹۹ مرداد ۲۳, پنجشنبه

د کرونا وبا پر ضد د مبارزې په ترڅ کې اساسي نظافت لکه د لاسونو پریمنځل ډیر ضروري دي. یونیسیف خبرداری ورکړی دی چې په سونو میلیونه ماشومان دغه سپارښتنې هیڅ نه شي تطبیقولی.

https://p.dw.com/p/3gsio
Symbolbilder | Laut UNICEF können Hunderte Millionen Kinder in Schulen nicht Händewaschen
انځور: picture-alliance/imageBROKER/F. Kopp

ملګرو ملتونو د کووید-۱۹، ناروغۍ پر ضد مبارزې په ترڅ کې په ښوونځیو کې د حفظ الصحي پام وړ نیمګړتیاوو څخه خبرداری ورکړی دی. د روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونیسیف په ژنیو کې ویلي دي چې شا او خوا ۸۱۸ میلیونه ماشومان په ښوونځیو کې د لاسونو پریمنځلو له پاره اړین اسباب نه لري.

له دغې ډلې اغیزمن شوي شا او خوا ۲۹۵ میلیونه ماشومان د افریقا صحرا د سویلي برخې دي. د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسیف همداشان ویلي دي چې شا او خوا ۳۵۵ میلیونه ماشومان چې ښوونځیو ته ځي هلته د لاسونو د پریمنځلو اسباب شته خو هلته بیا صابون نه شته.

Symbolbilder | Laut UNICEF können Hunderte Millionen Kinder in Schulen nicht Händewaschen
انځور: picture-alliance/dpa/XinHua/S. Zounyekpe

زیاته شوې ده چې کابو ۴۶۲ میلیونه نجونې او هلکان داسې ښوونځیو ته ځي چې هیڅ د اوبو نل او یا هیڅ اوبه نه لري. دغو دواړو سازمانونو دا هم ویلي دي چې د ښوونځیو ۳۰ سلنه خپلو شاګردانو ته د څښاک پاکې اوبه نه شي برابرولی.

نظافت، د مرکزي ستراتیژۍ په توګه

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم غیبریسوس، ویلي دي چې اوبو او د پاکۍ اساسي اسبابو ته لاس رسی باید د ټولو حکومتونو په مرکزي ستراتیژۍ کې وشمیرل شي چې د کرونا د وبا پر مهال بیرته ښوونځي پرانیزي. د هغه په خبره په منظمه او اساسي توګه د لاسونو پریمنځل د کووید-۱۹ ناروغي د رامنځ ته کوونکي ویروس پر ضد ډیر ساده او اغیزمن اقدام دی.

دغه سازمان په خپل رپوټ د روغتیایي اقدامات او د بندیز د وضع کولو د عواقبو د اړتیا پر سنجولو هم ټینګار کړی دی.

زموږ له آرشیف څخه: