1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونیسف د کرونا واکسین ته۵۲۰ ميلیونه پیچکارۍ ذخیره کوي

۱۳۹۹ مهر ۲۹, سه‌شنبه

که څه هم تر اوسه پوري لا د کرونا واکسین موجود نه دی، خو کله چي هغه بازار ته راووزي، ځیني طبي سامان آلات به کمبود سي. په دې دلیل یونیسف ورته تیاری نیسي.

https://p.dw.com/p/3kALA
Indien Faridabad Spritzenherstellung
انځور: Sajjad Hussain/AFP/Getty Images

یونیسف غواړي چي ۲۰۲۰م کال کي لا د کرونا د ممکنه واکسین په خاطر۵۲۰ ميلیونه پیچکارۍ رانیسي او ذخیره یې کړي. یونیسف خبر ورکړ چي په دې کار سره باید اطمیان حاصل سي، مخکي تر دې چي د کرونا واکسین بازار ته راووځي، په غریبو هیوادونو کي د هغه د لګولو طبي وسایل یعني پیچکارۍ موجودي دي.

د یونسیف رئیسي، هینریتا فور ویلي دي: «دا چي په ټوله دنیا کي د کرونا په مقابل کي واکسین لګول کیږي، هغه به د بشري تاریخ یو تر ټولو لوی چيلينج وي او موږ مجبوره یوو ډیر ژرعکس العمل ښکاره کړو.» د هغې په خبره د طبي سامان آلاتو، له هغې جملې څخه د کار سوو پیچکاریو او ستنو قوطۍ به د واکسین اتحادیې،GAVI او نړيوال روغتيايي سازمان (WHO) سره په ګډه تهیه کړي.

د روسیې د کرونا پر واکسین باندي انتقاد

اوس په ټوله دنیا کي د کرونا کاندید واکسینونه پر انسانانو باندي تجربه کیږي. ځیني یې حتی نژدي دي چي اجازه تر لاسه کړي. په همدې حال کي بیا د مسکو ښاروال، سرګیې سوبانین ویلي دي چي په راتلونکو میاشتو کي به د کرونا پر ضد ډیرو خلګو ته واکسین ولګول سي، او دا «به د کرونا پر پانډمۍ باندي قاطع غلبه وي.»

خو په نړۍ کي ډیرو ساینسپوهانو د دې کار په مقابل کي عکس العمل ښکاره کړی دی، ځکه چي په خبره یې روسي واکسین ته تر مهمو علمي تجاربو دمخه اجازه ورکړل سوې ده.

د نړۍ په دغه تر ټولو ستر هیواد کي له اونیو راهیسي په کرونا د اخته کیدونکو کسانو تعداد مخ پر ډیریدو دی. د رسمي ارقامو له مخي، يوازي د دوشنبې په ورځ(د اکتوبر ۱۹مه) په ۲۴ ساعتونو کي ۱۵۹۸۲کسان نوي په کرونا اخته سوي دي، چي تردې دمخه هیڅ وخت دومره ډیره نه ول.

په دې ډول سره په روسیه کي تر اوسه پوري ۱،۳ ميلیونه انسانان په کرونا اخته دي.

په نورو هیوادو کي هم همدا ډول یو حالت دی. ایټالیا یوازي تیره یکشنبه ۱۱۷۰۵ کسان ثبت کړي دي چي نوي په کرونا اخته سوي دي. په همدې دلیل هلته د کرونا قیودات بیرته سخت سوي او مثلأ په رستورانتونو کي یوه مېز ته تر ۶ کسانو اضافه نسي کښینستلای.

(dpa, afp, rtr) ق.ن/ن.ز