1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونکر غواړي له اروپا څخه د مهاجرو اخراج آسانه کړي

۱۳۹۷ شهریور ۲۱, چهارشنبه

د اروپایې اتحادیې کمیسیون غواړي چې د هغو پناه غوښتونکو د اخراجولو په برخه کې آسانتیا رامنځته کړي چې په اروپایې هیوادونو کې د پاتېدو چانس نه لري. تر اوسه پورې د مهاجرت سیاست په هکله د اروپا په کچه یوه مشخصه تګلاره نه شته.

https://p.dw.com/p/34kPD
Brüssel Jean-Claude Juncker, Europäische Kommission
انځور: picture-alliance/AP Photo/O. Matthys

د اروپایې اتحادیې د ديپلوماتیکو کړیو په حواله ویل شوي دي چې د دغې اتحادیې د کمیسیون مشر ژان کلود یونکر، غواړي چې د چهارشنبې په ورځ(د سپټمبر میاشتې ۱۲) په شتراسبورګ کې د خپلې وینا په ترڅ کې په دې اړه مشخص او همغږي شوي وړاندیزونه وړاندې کړي.

زیاته شوې ده چې یونکر غواړي اروپا ته د مسلکي کسانو د مهاجرت له پاره احتمالي قانوني لارې پرانیزي. تمه کیږي چې هغه به په مجموع کې څلور وړاندیزونه ولري چې یو به پکښې د فرونټکس یا د اروپا د بهرنیو سرحدونو د ساتنې د آژانس تقویه کول وي.

یونکر به په خپله کلنۍ وینا کې په بروکسل کې د اروپایې اتحادیې کمیسیون لومړيتوبونه توضیح کړي. د اروپایې اتحادیې د کمیسیون د دې دورې ماموریت په راتلونکي کال کې پای ته رسیږي. د يونکر له پاره به د ۲۰۱۹ م کال په می میاشت کې د اروپا تر ټاکنو مخکې، دا وروستی چانس وي چې خپل سیاسي اهداف یوې پراخې غونډې ته وړاندې کړي.

د اروپا د دیپلوماتیکو کړیو په حواله ویل شوي دي چې یونکر په پام کې لري چې په خپله وینا کې د «نړیوال سیاست پر توانایئ» تمرکز وکړي. هدف د اروپایې اتحادیې توانمندي ده، څو په نړۍ کي د خپلو ګتو د ساتنې له پاره مقاومت وکړي.

په دې برخه کې یوه بله ستونزه دا ده چې په اروپایې اتحادیه کې دننه ډیرې پریکړې باید د غړو هیوادونو د رایو په اتفاق سره وشي.

په اوس وخت کې په وار وار سره داسې پيښيږي چې د ځينو غړو هیوادونو له خوا د خنډونو له امله دغه اتحادیه نه شي کولی په نړیواله کچه یو مشخص دريځ او کړنلاره اختیار کړي.

سربیره پر دې د اروپایې اتحادیې د مهاجرت سیاست په برخه کې د اصلاحاتو د رامنځته کولو پر سر له ډیرې مودې راهیسې اختلافات موجود دي.

پر اړونده موضوع زمونږ را آرشیف څخه انځوریز رپوټ: