1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستیونان

یونان: یوه ډله د مهاجرو د قاچاق په تور نیول شوې

۱۴۰۱ بهمن ۴, سه‌شنبه

یونان د جعلي اطفایې په موټر کې د مهاجرو د انتقالولو په تور د یوې ډلې د نیولو خبر ورکړی دی. ویل کیږي چې احتمالاً دغې ډلې د ۲۰۲۲م کال له اګست مياشتي راهيسي د ترکیې او یونان ترمنځ سرحد کې انسانان قاچاق کړي دي.

https://p.dw.com/p/4Mc8Y
آرشيف انځور: د يونان پوليس د چاپې وهلو په حال کې
آرشيف انځور: د يونان پوليس د چاپې وهلو په حال کېانځور: picture-alliance/dpa/AP/T. Stavrakis

په یونان کې یوه ډله د اطفایې یا اور وژنې له یوه جعلي موټر څخه په استفادې د پناه غوښتونکو د قاچاق په تور نیول شوې ده. د دغې ډلې پر غړو شک کیږي چې د ۲۰۲۲م کال له اګست میاشتې راهیسې یي د ترکیې له سرحد څخه تر ۱۵۰ ډېر مهاجر د یونان خاورې ته انتقال کړي دي.

چارواکو ویلي دي چې دغو کسانو یوې نقلیه وسیلې ته د اطفایې د موټر رنګ ورکړی و، څو وتوانیږي په اسانۍ سره له سرحده تیر شي.تیر کال په یونان کې د انساني قاچاق په تور ۱۳۰۰ تنه نیول شوي

د یونان د پولیسو ویاند وویل چې قاچاقبرانو له دې امله له دې میتود استفاده کړې ده چې د اوروژنې د مامورینو موټر له ختیځ څخه د لویدیځ پرلور لویه لار چې ترکیه له یونان سره نښلوي، د پولیسو له خوا نه کنترولیږي.

یوناني پولیسو ۹۲ مهاجر په بربنډ حالت کې ژغورلي

ویل کیږي چې هر مهاجر د تسالونیکي بندري ښار ته د رسیدو په خاطر تر ۴۰۰۰ یورو پورې ورکړي دي. دغو کسانو هڅه کوله چې وروسته ځانونه لوېدیځ اروپايي هیوادونو ته ورسوي.

انساني قاچاقبران په پرله پسې ډول هڅه کوي چې پناه غوښتونکي د آژه سیند له لارې یونان ته ورسوي. دغه کسان بیا کوښښ کوي ځانونه لویدیځو اروپايي هیوادونو ته ورسوي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز