یونان په مارچ میاشت کي د اخراجولو پنځه مرکزونه جوړوي
۱۳۹۸ بهمن ۲۱, دوشنبهدغه خبره د یونان د مهاجرينو وزیر نوتیس میتاراکیس، د دوشنبې په ورځ (د فبروري میاشتي ۱۰مه نیټه) په اتن کي وکړه او ویې ویل چي دغه مرکزونه به په راتلونکې مارچ میاشت کي جوړ سي.
د هغه په خبره په اوس وخت کي د لاسبوس د ماریا کمپ او یا آژه جزیرې موجوده کمپونه له حده ډیر ډک دي او باید وتړل سي. هغه اضافه کړه: «موږ پلان کړې ده چي په لیسبوس، چیوس، ساموس، لیروس او کااوس جزیرو کي د دغو کمپونو د جوړیدو کار په دوبي کي پای ته ورسیږي او هره اوونی به ۲۰۰ مهاجر ترکیې ته بیرته ولیږو.»
وزیر همدارنگه وویل چي په دغو نوو کمپونو کي اوسیدونکي مهاجر به یوازي د اجازه اخیستلو په صورت کي له هغوی څخه وځي، خو د شپې به بیرته کمپ ته راځي.
د یونان محافظه کاره حکومت په تیرو میاشتو کي د پناه غوښتني پروسې د قانون په چوکاټ کي چټکي کړي دي او غواړي ۱۲۰۰ نوي سرحدي پولیس وگوماري.
د ملگرو ملتونو د مهاجرينو د عالي کمیسارۍ (UNHCR ) د ارقامو پر اساس په ۲۰۱۹م کال کي د هغو مهاجرو په شمیر کي زیاتوالی راغلی دی چي د ترکیې څخه یونان ته ورغلي دي. که په ۲۰۱۸م کال کي د هغوی شمیر ۵۰۵۰۰ تنو ته رسیده، په تیر کال کي بیا د هغوی تعداد تقریبأ ۷۴۶۰۰ تنو ته ورسید.