1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونان غواړي د مهاجرو کمپونه وتړي

۱۳۹۸ آبان ۲۹, چهارشنبه

د یونان نوي محافظه پالي حکومت د پناه غوښتنې په وضعیت کې د پام وړ بدلون راوستی. د یونان حکومت غواړي چې په خپلو ټاپوګانو کې له حده ډکو کمپونو پر ځای اوس تړلي مرکزونه رامنځ ته کړي.

https://p.dw.com/p/3TOVa
Griechenland Moria Flüchtlingslager auf Lesbos

د یونان حکومت غواړي چې د آژه سمندر په ختیځ کې پرتو خپلو ټاپوګانو کې له مهاجرو سره چلن اساسا له سره عیار کړي. د یونان د حکومت ویاند ستیلیوس پیتساس په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې په لسبوس، ساموس او خیوس ټاپوګانو کې به «د بیرته استولو او د هویت د ثتبیت مرکزونه» جوړ کړي. د هغه په خبره دغه مرکزونه به له ۱۰۰۰ کسانو څخه تر ۵۰۰۰ کسانو د ځایدو ظرفیبت ولري. زیاته شوې ده چې د کاس او لیروس په ټاپو ګانو کې له موجودو مرکزونو څخه به دغه ډول د اخراج مرکزونه جوړ شي.

د کډوالۍ د چارو له پاره د حکومت ځانګړي همغږي کوونکي الکیویادس ستفانس، ویلي دی چې د ټاپوګانو بار راکمول په لومړیتوبونو کې راځي. د هغه په خبره تړلو مرکزونو ته به هغه پناه غوښتونکي بیول کیږي چې د پناه غوښتنې کوم چانس و نه لري او بیرته باید خپل اصلي هیواد ته وروګرځول شي. نوموړي دا هم وویل که چیرې په تړلي مرکزونو کې په لومړنۍ اروزنه کې دا جوته شي چې یو کس د پناه غوښتنې چانس لري نو دغه نوی راغلی مهاجر به له ټاپو څخه د دغه هیواد وچې ته انتقالیږي.

Griechenland Lesbos Moria Camp Flüchtlinge Brand Feuer
په سپتمبر میاشت کې په موریا کمپ کې چې تر خپل ظرفیت څو وارې ډیر مهاجر په کې اوسیږي اورلګیدنه رامنځ ته شوې وه.انځور: picture-alliance/AP Photo

حکومت د پناه غوښتنې قوانین سخت کړي

د یونان د نوي محافظه پال حکومت مشر کیریاکاس متسوتاکس، د نومبر میاشتې په اوایلو کې د پناه غوښتنې قوانینو پر سختولو باندې پېل وکړ. د بشري حقونو فعالانو هغه مهال تر ټولو زیات ترکیې ته د مهاجرو د اخراجولو پر آسانولو باندې انتقاد وکړ.

له ترکیې څخه د کښتیو په واسطه راغلو پناه غوښتونکو د دوسیې د چټکولو سربیره پارلمان دا خبره هم تائید کړه چې تر خپل حده زیات ډکو ټاپوګانو څخه ۲۰۰۰۰ پناه غوښتونکي د دغه هیواد نورو سیمو ته ولیږدول شي. د یونان د حکومت دغه نوي اقدامات ښيې چې د يونان حکومت څرنګه غواړي په راتلونکي کې په ټاپوګانو کې وضعیت تنظیم کړي.

له حده زیات ډک کمپونه

په مني کې په لسبوس او د هغې په ګاونډیو ټاپوګانو کې وضعیت ډیر کړکیچن شو. په اصل کې د ۷۰۰۰ کسانو له پاره په جوړو شوو کمپونو کې د شا او خوا ۳۰۰۰۰ کسانو د اوسیدولو اټکل کیده. 

زموږ له آرشیف څخه: