1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونان غواړي د مهاجرو د اخراج لړۍ ګړندۍ کړي

۱۳۹۸ مهر ۹, سه‌شنبه

د یونان د لیسبوس ټاپو په موریا مهاجر کمپ کې د اور لګیدنې د خونړۍ پیښې وروسته د دغه هیواد حکومت د مهاجرت سیاست لا سختوي. دغه دریځ د برلین له ملاتړ څخه هم برخمن دی.

https://p.dw.com/p/3QX6V
Griechenland Flüchtlinge aus Syrien
انځور: picture-alliance/AP Photo/P. Giannakouris

د لومړي وزیر کیریاکاس میتسوتاکس، په مشرۍ د یونان محافظه پاله حکومت غواړي د راتلونکي میلادي کال تر پایه پورې شا او خوا ۱۰۰۰۰ پناه غوښتونکي ترکیې ته بیرته واستوي. د یونان د کابینې تر بیړنۍ غونډې وروسته ویل شوي دي چې پر دې سربیره د غیر قانوني او یا رد شوو مهاجرو له پاره بند يا توقیف خانو ته ورته کمپونه رامنځ ته کیږي. همداشان په آژه سمندر کې د څارنې د سختیدو خبر هم ورکړل شوی دی.

دغه پریکړې د پخواني کیڼ اړخه حکومت له پالیسو څخه د لارې بدلولو په معنی دي. د پخواني لومړي وزیر الیکسیس سیپراس، په مشرۍ حکومت څه د پاسه څلورو کلونو کې یوازې ۱۸۰۶ پناه غوښتونکي ترکیې ته استولي وو.

آلمان د آتن د نوي حکومت د پریکړو څخه ملاتړ څرګند کړی دی. د آلمان د حکومت ویاند ستېفن زایبرت، ویلي دي چې د یونان د ټاپوګانو په مهاجر کمپونو کې ناخواله وضعیت ته په کتو سره، د آلمان حکومت له دغو ځایونو ترکیې ته د زیاتو او ژر بیرته خلکو د ستنولو پر لړۍ ټینګار کوي. د دغه ویاند په خبره دا د حل لارې یوه برخه ده.

Feuer im Flüchtlingslager Moria auf Lesbos
موریا مهاجر کمپ کې د اور لګیدنې په پایله کې سوځیدلي کانتینرونهانځور: picture-alliance/dpa/M. Varaklas

په ۲۰۱۶م کال کې د اروپایي اتحادیې او ترکیې ترمنځ د رامنځ ته شوي تړون له مخې یونان هغه سوریایي مهاجر چې د ترکیې له لارې یونان ته ورغلي وي، بیرته ترکیې ته استولی شي. ترکیه د مهاجرو د پالنې له پاره له اروپایي اتحادیې څخه اقتصادي مرستې ترلاسه کوي. د آلمان د حکومت د ویاند په خبره دغه مرستې ورکول کیږي. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان شکایت کړی دی چې د اروپا له لوري د مرستو ژمنې په بشپړه توګه نه رعایت کیږي.

د ژر مرستو غوښتنه

د اروپایي اتحادیې او ترکیې ترمنځ په شوې تړون کې دا هم شته چې ترکیې ته د مهاجرو د بیرته ستنولو په بدل کې اروپایي اتحادیه باید نور سوریایي مهاجر ومني. خو په درې نیمو کلونو کې شا او خوا ۲۲۰۰ انسانان ترکیې ته لیږدول شوي دي، چې یوه برخه یې د یونان او ترکیې ترمنځ د شوي موازي تړون په چوکاټ کې راځي.

د موریا مهاجر کمپ کې د یکشنبې په ورځ د اور لګیدنې په پیښه کې د یوې مور او ماشومې تر وژل کیدو وروسته ملګرو ملتونو د عاجلو اقداماتو غوښتنه کړې ده. د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمیسارۍ ویاند بوریس چيشرکوف، ویلي دي چې د یونان حکومت باید په دغه کمپ کې وضعیت تر کنترول لاندې راولي. د ویاند په خبره له ټاپوګانو څخه وچې ته د پناه غوښتونکو د لیږد لړۍ باید »ګړندۍ« شي او د هغوی د ژوندانه په شرایطو کې ښه والی راوستل شي.

موریا کمپ په اصل کې د ۳۰۰۰ کسانو د ځایدو ظرفیت لري، خو اوس په کې شا او خوا ۱۳۰۰۰ کسان ژوند کوي چې کابو له یوه کال راهیسې یې د یوه کوچني ښار بڼه غوره کړې ده. هغه خیمې چې مهاجر په کې ژوند کوي اوس دغه ځای ته څیرمه د زیتونو  تر باغونو پورې غځیدلي دي. د دغه کمپ ځیني مهاجر په کانتینرونو کې ژوند کوي.

rb/nob sr/bs (afp, dpa)

زموږ له آرشیف څخه: