له آلمان څخه د افغان پناه غوښتونکو د اخراج درولو غوښتنه شوې
۱۳۹۸ آذر ۱۴, پنجشنبهد «پرو ازول» سازمان څخه د حقوقي چارو سلاکار بېرند میسوویچ، د پنجنشبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د دسمبر میاشتې ۵مه) په مونشن کې ویلي دي چې افغانستان اوس هم په نړۍ کې یو له ناامنو هیوادونو څخه دی.
د آلمان د بایرن ایالت د مهاجرو شورا څخه شتیفان دونولد خبریالانو ته ویلي دي چې په آلمان کې د اخراج د ګواښ له کبله تذبذب دومره زیات دی چې زیاتره ځوان افغانان په ځانګړې توګه فرانسې ته ځي، چې هلته یې د پناه غوښتنې چانس زیات دی.
دونولد، په خپلو څرګندونو کې وړاندې ویلي دي د بایرن ایالت چارواکي یوازې هغه کسان نه اخراجوي سخت جرمونه یې کړي وي او د خپل اصلي هویت له ښوولو څخه ډډه کوي. د هغه په خبره قضیې په دقت سره نه ارزول کیږي او زیاتره مهال وروسته معلومه شوې چې د بیلګې په توګه د سختو قضیو په ترڅ کې داسې کسان هم شامل دي چې د رواني ستونزې یې درلودي.
له آلمان څخه افغانستان د رد شوو پناه غوښتونکو د اخراج لړۍ د ۲۰۱۴م کال د دسمبر میاشتې په ۱۴مه نېټه پېل شوه. تر اوسه افغانستان ته په ۳۰ پروازونو کې شا او خوا ۸۰۰ افغانان استول شوي دي. د دونولد په وینا د ټول آلمان په سطحه په ټوله کې ۲۲۰۰۰ افغانان پر اخراج مکلف دي.