آيا يو اماراتي شرکت به په افغانستان کي د برق ستونزه حل کړي؟
۱۳۹۹ مرداد ۲۶, یکشنبهد بریښنا شرکت په حواله د اماراتو یو شرکت غواړي په افغانستان کي د لمریزي انرژۍ په برخه کي سرمایه ګذاري وکړي. ياد شرکت ویلي چي د دغي پروژې په عملي کولو سره به په افغانستان کي د برق د کمبود مشکل حل او خلکو ته کارونه هم پیدا سي.
د بریښنا شرکت د معلوماتو پراساس د یوه اماراتي شرکت سره په ټوله افغانستان کي د ۳۰۰ میګاواټه لمریز برق د تولید په برخه کي د پانګي اچوني یوه موافقتنامه امضأ سوې ده. د دغي موافقتنامې د امضأ کولو پر وخت یو ویدیو کنفرانس دایر سوی ؤ، چي د افغانستان د طرفه پکښي د جمهوري ریاست ادارې د سرمایه ګذاریو د اسانتیاوو برابرولو رئیس، واحد تسهیل او د بریښنا شرکت رئیس هم برخه اخیستې وه.
د بریښنا شرکت ویلي چي دغه توافقنامه په ابو ظبۍ کي د افغانستان په سفارت کي امضأ سوې ده.
د دغي موافقتنامې پراساس په نظر کي دي چي د اماراتو د PAL 4 SOLAR energy LLC شرکت د سولري تختو د تهیې او نصب او هم د لمریز برق د تولید په برخه کي سرمایه ګذاري وکړي.
افغانستان خپل د ضرورت وړ برق اوس تر ډیره حده پوري د خارجي منابعو، خصوصأ د مرکزي اسیا له هیوادونو څخه په لاس راوړي چي اکثره وختونه حتی لوی ښارونه په تکرار سره د برق د منظم قطع کیدو سره مخامخ کیږي.
افغانستان د خپلو همسایه هیوادو لکه ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان څخه برق واردوي. په دې اواخرو کي تاجکستان افغانستان ته خپل ۳۵۰ میګاوټ واردتي برق د اوبو د کمبود او امنیتي دلایلو پراساس ۴۰ میګاواټه ته راکم کړ چي افغانستان، خصوصأ کابل یې د سختو مشکلاتو سره مخامخ کړ.
د اوبو یا لمر څخه په لاس راغلی برق په عین حال کي اقلیم ته ضرر هم نه پيښوي او نوی کیدونکی هم دی.
افغانستان د ګرمو او لمریزو مناطقو په درلودلو سره د لمریز برق د تولید ډیر لوړ قابلیت لري.