یو الماس په ۶ میلیونه ډالره وپلورل شو، خو پیسې یې څه شوې؟
۱۳۹۶ آذر ۱۴, سهشنبهد دوشنبې په ورځ د امریکا د نیویارک ښار په یوه بولۍ کې یوه عیسوي کشیش د نړۍ یو له سترو آلماسو څخه چې په سیرالیون کې يې موندلی وو، له خپلې اصلې بیې په ټیټه بیه وپلوره. د «سولي الماس» تر نامه لاندې د هګۍ په اندازه دغه آلماس چې وزن یې ۷۰۹ قراطه وو په سیرالیون کې موندل شوی. دا یو له سترو الماسو څخه دی او د نړۍ له لسم تر پنځلسم پوري سترو آلماسو په کتار کې راځي.
د راپاپورت ګروپ په نامه د الماسو نړیوالي سوداګرۍ شبکې چې دغه بولي یې پرمخ بیوله وویل چې دغه الماس د لاورینس ګراف په نامه یو بریتانوي میلیاردر رانیولی دی.
د سولې الماس
دغي قیمتي ډبري ته د سولې د الماس نوم هغه مهال ورکړل شو چې یو عیسوي کشیش دغه الماس وموند او بیا يې په دې هیله د سیرالیون حکومت ته وسپاره چې د سیمه ایزو پروژو د تمویل له پاره پرې پیسې ترلاسه کړي.
د سیرالیون حکومت د دوشنبې په ورځ بیا ویلي چې دوی به له دې بولۍ څخه ۳،۹ میلیونه ترلاسه شوي مالیاتي تعرفه د څښاک د پاکو اوبو، بریښنا، ښوونځیو، روغتیايي مرکزونو او سړکونو په پروژو باندي مصرف کړي. چارواکو همدا راز ویلي دي چې دوی هیله من دي چې په دې خرڅلاو سره به د غربي افریقايي هیوادونو د الماسو له ناقانونه سوداګرۍ سره هم مبارزه وشي.
د «سولي الماس» نوم په اصل کې د «خونړي الماس» د نوم سره د مبارزې له پاره کارول شوی. د «خونړي الماس» اصطلاح د سیرالیون افریقايي هیواد د کورنۍ جګړې پرمهال چې په ۱۹۹۰م کال کې وه، چې پکې به وسله والو له الماسو څخه ترلاسه شوې پیسې د وسلو په رانیولو مصرفولې. په ځینو پیښو کې ځینو ډلو به د دې قیمتي ډبرو د استخراج له پاره غلامان کاریګر ګومارل.
په عین و خت کې تر ۲۰۰۳م کال پورې ملګرو ملتونو له دې هیواد څخه د الماسو پر ټولو صدراتو باندي بندیز ولگاوه، خو بیا هم له دې هیواد څخه الماس نورو هیوادونو ته قاچاقیږي.
یاد هیواد هیله څرګنده کړې وه چې د دې قیمتې ډبرې په عامه بولۍ کې به دوی ۷ میلیونه ډالر ترلاسه کړي. په سیرالیون کې د کونوو ولسوالۍ چېرته چې دغه الماس موندل شوی وو، ولسوال پاول نګابا سکوي، په دې هکله ویلي چې «په دې کار سره به په هيواد کي دننه ټول [الماس] کیندونکي وهڅول شي.»