یو آشپز له مهاجرو سره مرسته کوي؟
عماد الارنب، له سوریې څخه تر وتلو پورې مشهور آشپز وو. هغه اوس په لندن کې اوسیږي او د خپل هیواد خواړه د لندن خلکو ته ورپيژني او ګټه یي پر سوریایي مهاجرو مصرفوي. نور معلومات د ماریانا کراکولاکي په انځوریز رپوټ کې.
عماد الارنب، په سوریه کې مشهور آشپز وو، خو درې کاله تر مخه یي له جګړو تیښته وکړه. تر لسو هیوادونو د تیریدو وروسته د ۲۰۱۵م کال په اکتوبر میاشت کې لندن ته ورسید. د بریتانيا د یوه خیریه ټولنې په ملاتړ چې له مهاجرو سره مرسته کوي هغه د لندن په شاو خوا سیمو کې ۱۳ کوچني رستورانونه پرانیستل. د دغو رستورانونو له ګټې څخه په حلب کې له یوه روغتون سره مرسته کیږي.
عماد وایي چې په لندن کې چې کوم فلافل (یو ډول دودیز خواړه) پلورل کیږي هغه اصل فلافل نه دی: «زه غواړم هغوی ته اصلي فلافل وروپيژنم.» د هغه په خبره په فلافل ډیر ساده شی دی او له پنځو شیانو جوړ دی: نخود، سلاد، دهڼیه، پیاز او هوږه.
د لندن په ګریټ مارل بورو، سیمه کې په کوچني دوکان کې عماد او د مهاجرو مرستندویه سازمان په دې هڅه کې دي چې په لندن کې د سوریي اصلي خواړه خلکو ته وروپيژني او په لبنان او اردن کې د مهاجرو په کمپونو کې له میشتو سوریایانو سره مرسته وکړي. تر دې دمخه کوچنیو رستورانونو په حلب کې له یوه روغتون سره د ۱۰۰ زرو پونډو مرسته کړې وه.
عماد وایي چې پلان لري د تر لاسه شوي عاید څخه په لبنان او اردن کې د مهاجرو د کمپونو له پاره د خوړو په برخه کې مرسته وکړي.
عماد پریکړه کړې چې د کرسمس د رخصتیو پر مهال د لندن د اوسیدونکو له پاره د ماښام ډوډۍ برابره کړې چې پکښې درې ډوله د سوریې دودیز خواړه وي. د لندن اوسیدونکي او همداشان سیلانیان د عماد د رستوران خواړه ستایي او دوکان یي هره ورځ له خلکو ډک وي. د ماښام د ډوډۍ له پاره پلان شوي ټول ټکټونه پلورل شوي دي.
له خپل دوست حسن اکاد، سره عماد هره ورځ خواړه تیاروي. حسن اکاد یو مشهور فلم جوړونکی دی چې تیر کال یې د «ډله ایز مهاجرت» مستند فلم د بریتانیې د فلم او تلویزون د هنر اکاډمۍ جایزه هم ګټلې ده. دغه فلم ده له سوریې څخه د هغه د راوتلو په هلکه کیسه کوي.
عماد وایي چې د سوریې کلتور یوازې د جګړې او بمبارۍ په هکله نه دی. کله خلک د سوریې نوم واوري نو لومړی څه چي یي فکر ته ورځي هغه د جګړې انځور دی. خو عماد غواړي چې دې ته بدلون ورکړي او په دې برخه کې یي لومړنی ګام دغه دودیز خواړه دي.
د فلافل د بوی له کبله لومړی تیریدونکي کسان تم کیږي چې ولې پر دغه کوچني دوکان دومره بیروبار دی، او مخې ته یي لوی کتار ولاړ دی. خو ځیني کسان بیا د عماد له پخلي خبر دي او د لندن له بیلا بیلو برخو د فلافل خوړولو له پاره دغه دوکان ته ورځي.
د عماد کوچني دوکانونه ډیر ښه چلیږي او هیله من دی چې په لندن کې خپل رستورانت پرانیزي. عماد وایي چې لندن ده ته دوهم چانس ورکړی دی او دی چې د هر کس له پاره څه غواړي هغه دوهم چانس دی.