«یهودان دې په آلمان کې پاتې شي»
۱۳۹۸ مهر ۲۰, شنبهله یهودانو سره د دښمنۍ ضد مبارزې په برخه کې د آلمان د حکومت استازي فلکس کلاین، پر ټولو یهودانو غږ کړی دی چې په آلمان کې دې پاتې شي. نوموړي د «منهایمر مورګن» رسنۍ ته وویل چې د هاله برید باید د دې سبب نه شي چې موږ دې د یهودانو د مهاجرت په هکله خبرې وکړو. هغه وویل: «په آلمان کې داسې یهودان شته چې په جدیت سره پر دې فکر کوي چې له دغه هیواد څخه ووځي، دا خبره زه د اندیښنې وړ بولم. که یهودان لاړ شي، نو دا به یو غلط ځواب وي، په دې صورت کې د بریدګر عمل تائيدیږي او هغه خپل هدف ته رسیږي. موږ باید ونه بیریږو. دا تر ټولو ښه ځواب دی.»
د آلمان د حکومت دغه استازي وویل چې دا یوه معجزه ده چې ۱۹۴۵ کال وروسته دلته په آلمان کې یهودان ژوند کوي. هغه شکایت وکړ چې ډیرو به خپل هواس له لاسه ورکړي وي. نوموړي په عین وخت کې پر ولس غږ وکړ چې د یهودانو له کنیسه، کلتوري ورځو او رسټورانټونو څخه لیدنه وکړي. «د یهودانو ژوند زموږ د ټولنیز تنوع یوه برخه ده. مونږ کولی شو نور هم یو بل سره نږدې شو. که مونږ د یهودانو د خولۍ د په سرولو جرئت وکړو، نو دا به زموږ د پيوستون او زړونو د یووالي نښه وي.»
شپږ ښي اړخه ډلې تر نظر لاندې
د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر په حواله د کورنیو چارو وزارت د شپږو ښي اړخو ډلو پر بندیز لګولو غور کوي. زیهوفر د zdf تلویزوني شبکې "Was nun? او د ARD شبکې د "Tagesthemen" خپرونې ته وویل چې که قانوني غوښتنې پوره شي، نو عمل به وکړي. «تاسې باید پوه شئ چې مونږ په ډیر فشار سره پر شپږو مواردو کار کوو.»
د آلمان د کورنیو چارو وزیر په عین وخت کې د ښي اړخو له خوا ګواښ ډیر لوړ توصیف کړ. هغه زیاته کړه چې هر وخت کیدای شي نور بریدونه هم وشي. زیهوفر زیاته کړه چې په آلمان کې له ۲۴ زرو ښي اړخو څخه نږدې نیمایي یې تاوتریخوالي ته اماده دي.
se/lh (kna, dpa, afp, ard)/sn/aa