1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یمن: په زرونو مهاجر تر خرابو شرایطو لاندي بند پاته دي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۴, شنبه

هغوی د یوه ښه ژوند خوب لیدئ، خو هغوی فقط تر عدن پوري ورسیدل. داسي چي د یمن ددغه بندري ښار د فوټبال یو لوبغالی د شرقي افریقا د زرهاوو مهاجرو له پاره په یوه مؤقتي او ځیني وخت حتی په یوه وژونکي وروستي تمځای باندي بدل سو.

https://p.dw.com/p/3HvLQ
Äthiopien äthiopische Flüchtlinge Rückkehrer im Addis Ababa IOM Transit Center
انځور: IOM Ethiopia

تقریبأ دوې اوونۍ دمخه د یمن د امنیتي قواوو له خوا تر ډله ایز بندي کیدو وروسته د ملګرو ملتونو د ارقامو پر اساس د یمن د جنوب په يوه ستيډيوم يا لوبغالي او دوو نورو کمپونو کي حداقل ۸ انسانان مړه سوي دي. د هغوی د مړیني دلایل پیچ او اسهال ؤ، چي په عادي حالت کي د معالجې وړ وه. د مهاجرت بين المللي سازمان (IOM) هلته د ډیرو خرابو شرایطو څخه خبرداری ورکوي.

د دغه سازمان یوه کارکونکې، اولیویا هیدون  وايي:«دلته په ستيډيوم کي بشري حالت ډیر خراب دی. ځکه نو موږ د نورو سازمانونو، لکه ملګرو ملتونو او غير دولتي موسسو سره گډ کار کوو، تر څو ورته د ژوندانه لومړني او ضروري مواد تهیه کړو. خو دا یو دوامداره حل نه دی. دا چي مهاجرين چیري انتقال سي او هغه هم په احترامانه او انساني ډول سره، دا یو بل چلنج دی، چي باید په راتلونکي کي تر سره سي.»

Äthiopien äthiopische Flüchtlinge Rückkehrer im Addis Ababa IOM Transit Center
انځور: IOM Ethiopia

ملګرو ملتونو هلته مؤقتي صحي مرکزونه جوړ کړي دي. د هغوی د اټکلونو پراساس په کمپونو کي تقریبأ ۲۰۰ تنه تر یوه حده پوري سخت ناروغه کسان ژوند کوي. دوه کسان د امنیتي قواوو له خو ویشتل سوي او زخمیان دي. دا لا معلومه نه ده چي په کمپونو کي د دغو بندو مهاجرو سره به څه کیږي؟ د یمن حکومت په نظر کي لري، چي هغوی بیرته خپلو اصلي هیوادونو ته اخراج کړي. خو دا چي مهاجرينو په خاص ډول ولي یمن انتخاب کړی او ورغلي دي، تر روانیدو دمخه د دوی پر غلطو معلوماتو باندي دلالت کوي.

یو مهاجر وايي:«موږ یوه اوونۍ دمخه د ایتوپیا څخه دلته راغلو. موږ یو ۵۰۰ نفره گروپ ؤ او فکر مو کاوه چي دلته به جنگ نه وي. خو وروسته معلومه سوه، چي دغه هیواد جنگ او نور ډیر مشکلات لري.»

Jemen Konflikt Hafenstadt Hudaida Huthi Rebellen
انځور: Getty Images/AFP/A. Hyder

دا هم په داسي حال کي وه، چي د ۲۰۱۵ م کال راهیسي په یمن کي جنگ دی. هغه وخت سعودي عربستان د نورو عربي هیوادونو سره یوځای د یمن په داخلي شخړه کي، چي د حکومت او شیعه حوثي یاغیانو تر منځ موجوده وه، مداخله وکړه او حمله یې ورباندي وکړه. د دغه هیواد په جنوب کي، چیري چي ډیر مهاجر ورځي، مختلفي ملیشې حاکمي دي  چي اکثرأ د عربي متحده اماراتو لخوا حمایه کیږي. هغوی بیا د دې سره علاقه مندي لري، چي مهاجرين د خلیج نورو غني هیوادونو ته ولاړ سي. ځکه چي په یمن کي بې له هغه اکثریت نه پاتیږي.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( )