گيلاني بايد د ستري محکمې پوښتنو ته جوابونه ورکړي
۱۳۹۰ دی ۲۷, سهشنبهاوس بايد د پاکستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني، د رواني مياشتي پر ۱۹ نېټه ستري محکمې ته حاضر شي. که ګيلاني له ستري محکمې سره همکاري و نه کړي کيدای شي له ډيرو ستونزو سره مخامخ شي.
د پاکستان ستري محکمې ويلي دي: «په داسي یوه حالت کي موږ بله چاره نه لرو بې له دې چي صدراعظم پخپله د جنورۍ د مياشتي پر ۱۹ نېټه حاضر شي.»
د پاکستان ستره محکمه په داسي حال کي د دغه هيواد له صدراعظم څخه غواړي چي محکمې ته حاضر شي چي د پاکستان د ملکي دولت او پوځ تر منځ اړيکي هم ترينګلي دي.
د پوځ او ملکي دولت ترمنځ اړيکي له هغه وروسته ترينګلي شوې چي د پاکستان د حکومت له خوا امريکا ته د يوه پټ استول شوي ياداښت په اړه معلومات روښانه سول.
په هغه ياداښت کي د پاکستان ملکي حکومت له امريکا څخه غوښتي ول چي د پوځ په وړاندي له دوی سره همکاري وکړي.
د پاکستان ستري محکمې څو واري له صدر اعظم څڅه غوښتي دي چي د دغه هيواد د ولسمشر آصف علي زرداري، په وړاندي د مالي فساد تورونه له سره وگوري او د سويس له حکومت څخه وغواړي چي د زرداري دوسيه پرانيزي.
خو د پاکستان حکومت بيا وايي چي زرداري مصئونيت لري. حکومت زياتوي چي په اوس زرداري نه شي محکمه کيدلای.
د زرداري په وړاندي تورونه د ۱۹۸۰کلونو راهيسي لګيدلي دي خو دغه دوسيې د پاکستان د دولت له خوا وتړل شوې. هغه وخت د زرداري د دوسيو د تړلو له پاره د پاکستان د هغه وخت پياوړي پوځي مشر پرويز مشرف او د پاکستان پيپلز پارتي تر منځ يوه موافقه وشوه.
تيره اونۍ د پاکستان ستري محکمې اعلان وکړ چي که ګيلاني د هغوی غوښتونو ته مثبت ځواب ورنه کړي نو دوی به پر نورو لارو فکر وکړي چي پکښي د ګيلاني ګوښه کول او تر وخت مخکي ټاکنو تر سره کول هم شامل دي.
ګيلاني ويلي دي چي هغه به د جنورۍ د مياشتي پر ۱۹نېټه په محکمه کي حاضر وي، ځکه چي قضا ته درناوی لري.
دا په داسي حال کي ده چي د پاکستان پارلمان بيا يو قانون تصويب کړ چي د ديموکراسۍ ملاتړ پکښي شوی دئ.
آژ انسونه/مسعود جهش
کتنوونکي: نجيب الله زيارمل