گرمۍ په پاکستان کې تر۶۰ زيات کسان وژلي دي
۱۳۹۷ خرداد ۱, سهشنبهله ایدي مرستندویه سازمان څخه فیضل ایدي، ویلي دي چې اوس په دې ښار کې د تودخې درجه ۴۴ ده. یوه بل ځایي چارواکي بیا زیاته کړې ده چې تمه کیږي په دې سیمه کې د تودوخې دغه څپه تر پنجشنبې ورځې پورې دوام وکړي.
چارواکو د هوا د تودوخې له کبله د کراچۍ ښار په روغتونونو او کلینیکونو کې اضطراري حالت اعلان کړی دی. د روغتیا اداري چارواکي نصیر دراني، د آلمان خبري آژانس ته وویل چې په ۲۰۱۵م کال کې هم د ورته حالاتو له کبله په کراچۍ کې د مړيني ۲۰۰۰ پيښي شوي وې.
د ایدي په خبره ډیر مړه شوي وګړي هغه کسان ول چې په دې توده هوا کې يې روژه نیولې وه. له بلې خوا ځايي اوسیدونکي زهیرالدین بابر، ویلي دي چې د بریښتا نه شتون بیا وضعیت لا پسې ستونزمن کړی دی.
تیره میاشت کراچۍ ته نزدې د یوه ښار د تودخې درجه ۵۰ ته لوړه شوه. دا په اپريل مياشت کي په نړۍ کې د تودوخي تر ټولو لوړه درجه ثبت شوې ده.