گرمي او غوسه يو له بل سره څه تړاو لري؟
۱۳۹۸ مرداد ۳, پنجشنبهپه آلمان کې د ترسره شوې يوې تازه سروې په حواله د کار په ځایونو کې تقريباً دوه پر دريمه برخه کارکوونکي د ستريس ښکار وي. د دې اصلي علتونه د وخت د کمښت او نورو کارکوونکو پر چلن سربيره د موسم گرموالی هم دی. دا نظر پوښتنه د بیمې د سويس لايف شرکت په لارښوونه د «يو گوو» انستيتویت له خوا ترسره شوې ده.
په سروې کې پوښتل شوي ۶۳ سلنه کارکوونکي په دې آند دي چې د کار په ځای کې د ستريس کچه لوړه وي چې په دې کې د دفتر پر چاپيريال سربيره د گرمۍ نقش هم مهم دی.
په سروې کې شاملو دوو زرو کارکوونکو څخه یې ۴۶ سلنه د همدې دوو علتونو يادونه کړې ده. دا خبرهم جوته شوې ده چې د گرمۍ په زياتېدو سره کارکوونکي عصبي وي او ژر په غوسه کیږي.
په داسې وضيعت کې چې کله بيا کارکوونکي د کار ژر سر ته رسولو هڅه کوي، نو داېې ستريس نور هم زياتوي. د دې نظر پوښتنې له لارې دا هم موندل شوې چې شتمني او خوښي يو له بل سره ډېر تړاو نه لري. د دې سروې په حواله پر ښو معاشونو سربیره هم کارکوونکي تل تر فشار لاندې وي.
د اقليم د بدلون له وجې د آلمان په گډون په ټوله اروپا کې د تودوخې کچه ورځ تر بلې لوړيږي. په دې اړه د آلمان حکومت له خوا د جاري کړل شویو ارقامو په حواله په ۲۰۱۷م کال کې د تېز لمر او گرمۍ له وجې کارکوونکو د څلويښتو زرو ساعتونو کار نه وو کړی.
په ۲۰۱۷م کال کې د سږني کال په پرتله گرمي کمه وه او همدا وجه ده چې په روان کال کې به د هغو کارکوونکو شمير نور هم ډېر وي چې د گرمۍ له وجې په کار کولو نه دي توانيدلي. په دې توگه به د هغو ساعتونو شمیر چې کار پکښې نه دی شوی، ښايي بيا زرونو ته ورسيږي.
د کارپوهانو په حواله دا چې کارکوونکي په دوبي کې له ستريس څخه وساتل شي، اړينه ده چې کار ځایونه يخ وساتل شي څو په چاپيريال او د کارکوونکو په چلن کې ښه والې رامځته شي او هغوی له عصبي کیدو وژغورل شي.
bs/nz (DPA)
زموږ له آرشيف څخه: