گانا: ۴۰۰ کاله مخکی د مریتوب د دورې یادون
په ۱۶۱۹ کي په افريقايي مرييانو ډکه لومړنۍ کښتۍ امريکا ته ورسيده. له همدې کبله د گانا هيواد په ۲۰۱۹م کال کي ددغې ورځي د يادون غوښتنه کړې. د "Year of Return"تر شعار لاندي افريقايي جلاوطنه بيرته ستنيدو ته هڅول کيږي.
مبارز اجداد
۵۰ کلن عبدالصمد شايبو پر آيفون باندي د خپل نيکه عکس ښيي. هغه وايي: وگوري څونه جگ وو، زما اجداد قوي او غټ خلک ول. ځينو يي حتي د مريانو د نيوونکو په وړاندي مبارزه هم کوله. د شايبو په خبره ځيني مبارزې به کاميابه هم وې. خو نه ټولې. که به يو چا دغه مبارزه وبايلله، نو مجبوره وو په مريتوب کي ژوند وکړي.
پرتگال ته پر لاري
له لويديځي افريقا څخه د مريتوب تجارت مخکي تر دې لا غوړيدلي وو چي لومړني مرييان د امريکا په متحده ايالاتو کي خرڅلاو ته وړاندي سي. د ۱۵ مي پيړۍ په پاي کي پرتگالي کښتيو، افريقايي مرييان خپل هيواد ته راانتقال کړل. د اروپايانو په وسيله نيول سوې د افريقا لويديځه وچه، په راوروسته لسيزو او پيړيو کي، تل د هغو مرييانو د ښکار ځاي وو چي امريکا متحده ايالاتو ته به بيول کيدل.
د اتلانتيک له لاري درې اړخيز تجارت
په دغه درې اړخيز تجارت کي به د اروپا لويو قدرتونو وسلې، ټوکران او يا هم الکهول د افريقا لويديځي وچي ته انتقالول. دوی به دغه اجناس د مرييانو په مقابل کي بدلول. له هغه ځايه به دغو کښتيو د امريکا متحده ايالاتو پر خوا حرکت وکړ او هلته به يي نوموړي مرييان د اومو موادو لکه چايو، قهوې او يا هم پنبو په مقابل کي بدلول. دغه اومه مواد به بيا بيرته اروپا ته انتقاليدل.
ظالمانه ترانسپورت
د اتلانتيک پر لار به د هغوی دغه سفر له انساني کرامته ليري وو. د مرييانو په بيړيو کي به هيڅ خالي ځاي نه وو او حتي سر پر سر به ځای پر ځای سوي ول. د هغوی په پښو او لاسو کي به زولنې وې او په کافي اندازه به خوراک او څښاک نه وررسيد. ناروغه مرييان به اوبو ته اچول کيدل تر څو د ساري ناروغيو مخه ونيول سي.
د پنبوو په کروندو کي کارونه
په اصطلاح نوي نړۍ کي، مرييان مجبور ول د پنبوو او جغندرو په کروندو کي کار وکړي. په داسي حال کي چي دغه پلانتاژونه په بډايه خلکو پوري اړه پيدا کول، نو مرييان به همداسي بې وزله پاته ول. د هغوی د کار شرايط ډير سخت ول. نور مرييان به بيا په کورونو کي مزدوري کوله او يا به يي د ښار په بندرونو کي کارونه کول. ځيني به يي د کانونو په کيندلو اخته کيدل. هغوی به هره ورځ له سزاگانو او شکنجو سره مخامخ ول.
جسمي زورونه
مرييان به هره ورځ له زورزياتيو سره مخامخ کيدل. هغوی به په دُرو وهل کيدل، درنې زولنې به يي له ځانه سره کشولې او په تودو اوسپنو به ټاپه ورباندي وهل کيدل. د هغوی په اصطلاح خاوندانو به دا پريکړه کوله چي له يو چا سره اړيکي پيدا کړي او که نه. مرييانو به هيڅ ډول حقونه نه درلودل او يوازي به په همدې هيله ول چي يوه ورځ آزاد سي. د هغوی د زولنو دغه نمونه د عاج د ساحل په يوه موزيم کي ساتل سوې.
په تيره بيا له لويديځي افريقا څخه مرييان انتقاليدل
په اتلسمه پيړۍ کي د اتلانتيک له لاري د مرييانو تجارت خپل اوج ته ورسيد. لويديځي افريقا د هغو مرييانو دريمه برخه جوړوله چي امريکا ته به انتقاليدله. په دغه نقشه کي سړی ساحلي بندرونه ويني چي څنگه بيړۍ اوبوته پوري وهل کيږي. دا چي څومره افريقايان به مريتوب ته مجبوره سوي وي، تر اوسه لا معلومه نه ده. د اټکلونو له مخي يي ښايي شمير۴۰ ميليونو ته ورسيږي.
جرمني هم د مرييانو تجارت کاوه
د گانا په ننني ساحل کي د براندنبورگ پخواني واکمن، فريدريش ويلهيلم د"Groك Friedrichsburg" په نامه يو مستعمره جوړه کړې وه. گانا د مريتوب د تجارت پر وخت، د سرو زرو ساحل په نوم ياديدله. له هغه ځايه به براندنبورگيانو په درې اړخيز تجارت کي برخه اخيسته. له ۱۶۸۵م کال راهيسي، د ۳۰ زره په شاوخواکي مرييان په اصطلاح نوي نړۍ ته د بيړيو په وسيله انتقال سوي.
د مړه سوو مرييانو يادونه
د گانا په اشانتي سيمه، د اديدوان په نامه کلي کي، نانا اسينسو د خپل ور نيکه، کواما بادو قبر څخه ليدنه کوي. د هغه نوم يي له خپل اکا څخه اوريدلی چي څنگه پخوا د يوه مريي په حيث خرڅ سوی وو. تر هغه وروسته د هغه نوم نسل په نسل راانتقال سوی. همدارنگه د نانا اسينسو زوی هم له همدې کبله، کواما بادو نوميږي.
د نوهالينيا ادا يادگاري څلی
گانايي هنرمند، کواما اکوتو بامفو، په نوهالينيا ادا کي داسي مجسمي جوړي کړي چي د مريتوب پخواني وختونه سړي ته ورپيادوي. که څه هم بريتانويانو په ۱۸۰۸م کال کي مريتوب منع اعلام کړ او دغه ممانعت په ۱۸۱۵م کال کي د ويانا په کنگره کي تصديق هم سو، خو بيا هم د مرييانو تجارت، تر۱۸۷۰م کاله پوري ادامه پيدا کړ. نن ورځ يوازي د گانا په ساحلونو کي د مرييانو د ساتلو د کلاوو خرابې، سړي ته هغه وختونه ور پيادوي.