1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګوتریش او استازي د افغانستان اړوند پر مهمو ټکو غږيږي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۰, یکشنبه

د م.م. سرمنشي، انتونیو ګوتریش به دوشنبه په دوحه کې د غړو هیوادونو له استازو سره د افغانستان په اړه غونډه ولري. دې سره د طالبانو د رسمیت پېژندلو اندېښنې راولاړې او کابل کې يو شمير ښځو اعتراض هم وکړ خو م.م. او غرب څه وايي؟

https://p.dw.com/p/4Qiym
د ملګرو ملتونو سازمان مشر، انتوني ګوتریش
د ملګرو ملتونو سازمان مشر، انتوني ګوتریشانځور: Fatih Aktas/AA/picture alliance

د فرانسې خبري آژانس (AFP) په حواله، دغه غونډه به د قطر د پلازمېنې په یو مخفي ځای کې وي چې ګډونوال به ېې له افغانستان سره د مهمو مرستندویه هیوادونو استازي وي. دوی به په افغانستان کې د موجوده بشري وضعیت په اړه چې د نړۍ تر ټولو ستر بشري بحران په توګه یاد شوی او د طالب حاکمانو له خوا پر ښځو د لګولو شوو بندیزونو له کبله لاپسې خراب شوی، د حل لارو موندلو په موخه بحثونه وکړي.

دغه هم ولولئ:مسکو کې د افغانستان په اړه د ګډ امنیتي تړون سازمان غونډه

طالبانو د خپلې شاوخوا یونيم کلنې واکمنۍ په جریان کې د ښځو او نجونو په تړاو بنديزونه ډېر کړي، له هغې ډلې له شپږم ټولګې پورته نجونې ښوونځيو ته له تلو منع کړل شوي او په ډيرو دولتي ادارو کې له کار کولو منع کړل شوي دي. طالبانو په وروستيو کې حتی د ملګرو ملتونو اړوند موسساتو کې د ښځو پر کار هم بندیز اعلان کړ.

طالبان نه دي رابلل شوي

ديپلوماټانو ويلي چې په د دوحې په غونډه کې چې د شاوخوا ۲۵ هیوادونو او نړېوالو سازمانونو استازي به په کې ګډون ولري، د طالبانو د حکومت پلاوی به په کې حضور ونه لري.

د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د اپريل ۲۹ نېټه) په کابل کې د ښځو ېوې کوچنۍ ډلې مظاهره وکړه او د نړېوالې ټولنې له خوا د طالبانو حکومت د هر ډول رسميت پېژندلو مخالفت ېې وکړ. ملګرو ملتونو او غربي ځواکونو ويلي دي چې د دوحې په غونډه کې د طالبانو د رسميت پېژندلو پر موضوع خبرې نه کېږي.

دغه هم ولولئ: د دوحې ناسته، د طالبانو رسمیت پېژندل دې اجنډا کې نه شاملیږي

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت ویاند، وادینت پټيل، وويل: «د طالبانو د هر ډول رسميت پېژندلو موضوع په بشپړه توګه [د دغې غونډې] له ميزه بهر ده.»

ملګرو ملتونو په غونډه کې د طالبانو د رهبرۍ د نه ګډون خبره تائيد کړې، خو ګوتریش په دې هکله چې دغه غونډه به د دوحې په کوم ځای کې ترسره کيږي او څوک څوک به ېې برخه وال وي، څه ونه ويل.

«وحشتناک انتخاب»

وروسته له هغې چې طالبانو په اپریل میاشت کې امر وکړ چې ښځې دې په ټول افغانستان کې د ملګرو ملتونو اړوند موسساتو کې کار نه کوي، دغه سازمان اعلان وکړ چې په افغانستان کې د خپل راتلونکې ماموريت په اړه ارزونه کوي. ملګرو ملتونو ويلي دي چې په افغانستان کې د خپل ستر مرستندوی پروګرام د ادامې په ارتباط له یو «وحشتناک انتخاب» سره مخ دي.

ډيپلوماټانو وويل چې ګوتريش به په دې ارتباط خپل معلومات آپدت یا ورځ په ورځ شريکوي. ملګرو ملتونو په وروستيو کې اعلان وکړ که چېرته طالبان له خپل دغه تصمیم څخه په شا نشي نو ممکن له افغانستانه ووځي. د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو غوښتنه رد کړې او په موسساتو کې د ښځو د کاربنديز په هکله ېې ويلي دي چې «دا د افغانستان یوه کورنۍ ټولنیزه مسئله ده.»

دغه هم ولولئ: طالبان وايي د مېرمنو کار «داخلي ټولنيزه موضوع» ده

د طالبانو تر دغه بندیز وروسته، د ملګرو ملتونو سازمان او طالبانو د حکومت تر منځ مناسبات ښکاري چې بې خونده شوي دي. 

د نړيوال بحران خپلواک سازمان له پاره د ملګرو ملتونو کارپوه، ريچارډ ګوان، وايي چې د ملګرو ملتونو سازمان د «افغانستان په ارتباط په یو جال کې رانښتی دی.» دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د شاوخوا ۳۸ میليونه نفوس، اکثریت برخه ېې پر بهرنيو مرستو متکي ده.

 د امنیت شورا د غړو په منځ کې اختلافات

دغه کار پوه نړیواله ټولنه له ملګرو ملتونو غواړي چې په افغانستان کې خپل حضور حفظ کړي. ګوان په دې هکله زیاته کړه: «د افغانستان په هکله د امنیت شورا د غړو په منځ کې اختلافات ډير دي، خو ټول، له هغې ډلې چين او روسیه موافق دي او وايي بهتره ده چې د ملګرو ملتونو سازمان په کال کې حضور ولري.»

دغه هم ولولئ: ګوسمن: د دوحې په ناسته کې باید د طالبانو د سرکوبه کوونکو سیاستونو پر وړاندي ټینګ دریځ غوره سي

د ملګرو متلونو سازمان ویاند، ستیفن دوجاريک، د جمعې په ورځ ويلي ول چې له غونډې څخه موخه د افغانستان له پاره د ېوې دوامداره مشترکې حل لارې موندل دي. هغه هم ټينګار وکړ چې د طالبانو په «رسميت پېژندل يوه موضوع نه ده.»

 (AFP)mks/aa/