1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګوترش: په ټوله نړۍ کې د ماينونو کارول زيات سوي دي

۱۴۰۰ فروردین ۲۰, جمعه

د ملګرو ملتونو سرمنشي خبرداری ورکړی دی چي په بحراني سيمو کي پخپله د جوړ کړل سوو چاودېدونکي اوزارونو يا ماينونو پديده مخ په پراخېدو ده. افغانستان هم په هغو هېوادونو کې شامل دی چې ډېر وګړي یې د ماينونو قرباني کیږي.

https://p.dw.com/p/3rlhC
UN-Generalsekretär  Antonio Guterres
انځور: picture-alliance/ Pacific Press/L. Radin

انتونيو ګوترش د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د اپريل ۹مه) د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته په وينا کي د پخپله جوړو کړل سوو چاودېدونکو ماينونو څخه خبرداری ورکړ. نوموړي پر نړيوالو ږغ وکړ چي په مشترکه توګه د دغې پديدې د مخنيوي له پاره هڅي وکړي. هغه وويل چي ټول هيوادونه بايد د ماينونو، وسلو او د جګړې د نورو پاته شونو د ګواښ سره د مبارزې له پاره يو بل ته لاسونه سره ورکړي.

ګوترش په خپله وينا کي وويل چي د تيرو درو کالو په جريان کي ملګرو ملتونو د ماينونو او پخپله جوړو کړل سوو چاودېدونکو توکو په پاکولو کي مالي مرستي کړي دي. د هغه په وينا د دغو مرستو په برکت تر ۵۶۰ مربع کلومتر څخه زياته ساحه له ماينونو پاکه سوې او د زراعت او نورې کار اخيستنې له پاره چمتو ده. د هغه په وينا په تيرو درو کالونو کي په پاکه کړل سوې ياده ساحه کي د افغانستان، عراق، کمبوديا او کولومبيا بعضي سيمي راځي.

خو ګوترش وويل چي د ملګرو ملتونو او نورو سازمانونو له خوا د ماين پاکۍ په ډګر کي د لاسته راوړنو باوجوده دغه «ننګونه لا ستره سوې ده.» د هغه په وينا د کويد ۱۹ پاندمي هم د دې لامل سوې چي د ماين پاکۍ پروسې محدودي سي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي وويل چي پخپله جوړ کړل سوي ماينونه په سوماليا او مالي کي د افريقايي هيوادونو لخوا لېږل سوو سوله ساتي ځواکونو له پاره هم لوی ګواښ دي. د هغه په وينا دغه چادوېدونکي توکي په سويلي سودان کي هم د دې لامل سوي چي د ملګرو ملتونو د شنو خوليو په تګ راتګ او ګزمو کي خنډونه رامنځته سي. هغه زياته کړه چي په د مرکزي افريقا په جمهوريت او کونګو هيواد کي هم دغه چاودېدونکي توکي لويه ستونزه ګرځېدلي دي.

ګوترش د ملګرو ملتونو پر پاتو هغو ۳۳ غړو هيوادونو ږغ وکړ چي د ماين ضد نړيوال تړون غړيتوب دي تر لاسه کړي. ياد نړيوال تړون په ۱۹۹۷ کال رامنځته سو چي لاسليک کوونکي ۱۶۴ هيوادونه يې ځان ژمن کوي چي نه به پخپله ماينونه جوړوي او نه به يې زيرمي ساتي او نه به يې په انتقال کي برخه اخلي. د دغه تړون له مخي غړي هيوادونه بايد د ماينونو خپلي زيرمي له منځه يوسي.

ګوترش د ماين ضد تړون غړيتوب نه لرونکو هيوادونو څخه غوښتنه وکړه چي بېله ځنډ څخه د دغه تړون غړي سي. هغه هيوادونه چي لا يې دغه نړيوال تړون نه دی لاسليک کړی پکښي د امريکا متحده ايالات، روسيه، چين، شمالي کوريا، جنوبي کوريا، ميانمار، مصر، هند، پاکستان، سعودي عربستان او ويتنام هم شامل دي.

وېتنام چي د امنيت د شورا مشري کوي د پنجشنبې د ورځي ياده غونډه يې په آنلاين بڼه انسجام کړې وه. د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزير، بوی تان سون وويل چي ماينونه هر کال تر ۱۰ زرو څخه زيات انسانان وژني چي پکښي اکثريت يې ملکيان او ماشومان دي. د دغه ويتنامي وزير په وينا د ماينونو قربانيان په زياته به افغانستان، ليبيا او يمن کي وي. 

د امنيت د شورا غړو د روانو بحرانونو پر ټولو اړخونو ږغ وکړ چي په سمدلاسه توګه د ماينونو او پخپله جوړو کړل سوو چاودېدونکو بمونو استعمال ودروي. د دغو غړو په وينا د ماينونو کارول د نړيوال بشري حقونو ضد عمل دی.

آ./ا.ا./ب.ص.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور: