1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګوایدو غواړي د بندي کیدو پر ګواښ سربیره وینيزویلا ته ستون شي

۱۳۹۷ اسفند ۱۳, دوشنبه

تمه کیږي چې د وینيزویلا موقت ولسمشر خوان ګوایدو، د دوشنبې په ورځ خپل هیواد ته ستون شي. هغه تر دې مخکې د دوشنبې او سه شنبې په ورځو د کارنوال د لمانځې پر مهال د مظاهرو غوښتنه کړې وه.

https://p.dw.com/p/3EQ2M
Ecuador, Salinas: Juan Guaido
انځور: Reuters/D. Tapia

د وینيزویلا موقت ولسمشر خوان ګوایدو، چې اوس په اکوادور کې دی، ویلي دي چې غواړي بیرته خپل هیواد ته ستون شي. له دې سره هغه د بندي کیدو له ګواښ سره مخامخ دی، ځکه اکوادور ته له سفر سره یې د محکمې له خوا پر هغه باندې لګیدلی د سفر بندیز مات کړی دی.

خو پر دې هر څه سربیره ګوایدو د یکشنبې په ورځ د تویتر ټولنیزې شبکې له لارې د اکوادور هیواد له سالیناس ښار څخه وینيزویلا ته خپل بیرته تګ اعلان کړ. هغه په دې ترڅ کې د اکوادور له ولسمشر لینن مورینو څخه هم مننه کړې ده. ګوایدو خپل د اوسیدو اصلي ځای نه دی بربنډ کړی او له هغه وخت راهیسې نور په عام محضر کې هم راڅرگند شوی نه دی.

په وروستیو وختونو کې ګوایدو د برازیل، پراګوای او ارجنتاین له مشرانو سره ولیدل چې ملاتړ یې ترلاسه کړي او د وینيزویلا پر واکمن نیکولاس مادورو، باندې فشار راوړي چې له خپلې دندې استعفا وکړي.

د مظاهرو غوښتنه

ګوایدو ویلي ول چې غواړي د دوشنبې په ورځ بیرته خپل هیواد ته ستون شي او د وینيزویلا پر خلکو یې غږ کړی وو چې پر ځايي وخت سهار۱۱ بجو د کارنوال د لمانځنې پر مهال مظاهرې وکړي.

هغه پر خپل تویتر ټولنیزي پاڼې لیکلي دي: «که غاصب وینيزویلايي ولسمشر نیکولاس مادورو او همکاران یې زما د بندي کولو جرات وکړي، نو موږ یو روښانه پلان جوړ کړی دی چې زموږ نړیوال متحدین او په پارلمان کې زموږ ورونه به یې تعقیب کړي.»

ګوايدو خپل ځان د وینيزویلا د موقت ولسمشر په توګه اعلان کړی دی چې امریکا متحده ایالاتو او شپیتو نورو هیوادونو بیا په رسمیت هم پیژندلی دی. که د بیرته ستنیدو په صورت کې هغه ونیول شي نو اپوزیسیون به له دې موضوع څخه په استفادې داسې استدلال وکړي چې د مادورو حکومت خپل سیاسي مخالفین ځپي. د دې هر څه په پایله کې د مادورو پر حکومت باندې د امریکا متحده ایالاتو بندیزونه لا پسې سختیدای شي.

د اروپايي ټولنې له خوا ګواښونه

د شنبې په ورځ اروپايي ټولنې د مادورو حکومت ته ګواښ وکړ چې ګوايدو بندي نه کړي، ځکه دا موضوع کړکیچ لا پسې پراخوي او د نړیوالي ټولني له سختو نیوکو سره مخامخیږي.

ګوايدو ټینګار کړی دی چې د واک د سوله ایز انتقال پلوی دی، چې په خبره یې هیواد یې و کولای شي د یوه سیاسي او بشري ناورین له عهدي ووځي. د ګوايدو په حواله دې ناورین له درو څخه تر څلورو میلیونو وینيزویلان کډه کولو ته اړ کړي دي. د هغوی ډيری په ۲۰۱۷م کال کې ګاونډي هیواد کولمبیا ته کډه شوي دي.

په وینيزویلا کې روان کړکیچ د انفلاسیون د ډېرښت او درملو د کمښت د رامنځ ته کیدو لامل شوی دی. په تیرو ورځو کې ګوايدو هڅه وکړه چې له کولمبیا او برازیل څخه مرستې خپل هیواد ته ورسوي، خو مادورو ته وفادارو ځواکونو یې مخه ونیوله. مادورو وایي چې دا د امریکا متحده ایالاتو په ملاتړ د ګوايدو هڅه ده چې هغه له واکه ليري کړي.

ms/nz (AP, dpa, Reuters)