حکمتیار په ولسمشریزو ټاکنو کې ځان د نوماند په توګه ثبت کړ
۱۳۹۷ دی ۲۹, شنبهد حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار چې د ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت د کار له پیل سره یې د سولې تړون لاسیک کړ او له وسله والې جګړې یې لاس واخیست، په راروانو ولسمشریزو ټاکنو کې يې د شنبې په ورځ ځان د نوماند په توګه ثبت کړ.
که څه هم تر دې مخکې داسې آوازې موجودې وې چې حکمتیار به له یوې بلې ډلې سره ایتلاف وکړي، خو هغه روښانه کړه چې و یې نه غوښتل د ایتلافونو ناکامه تجربه بیا تکرار کړي. حکمتیار په کابل کې د ټاکنو په کمیسیون کې تر نوم لیکنې وروسته خبریالانو ته وویل: «هڅه مو دا وه چې له یو شمیر موثرو احزابو سره یوه توافق ته ورسیږو او واحد [انتخاباتي] ټکت وړاندې کړو خو په پای کې کار داسې شو چې ترجیح مو ورکړه چې په مستقله توګه نوماند شو.»
تر دې مخکې د ولسمشر غني په حکومت کې د ملي امنیت شورا پخواني مشاور محمد حنیف اتمر، هم ځان د نوماند په توګه ثبت کړی وو.
ګلبدین حکمیار افغانستان ته د امریکایي ځواکونو تر راتلو وروسته د کابل حکومت او نړیوالو ملاتړو پر ضد یې وسلواله جګړه وکړه خو بیا یې د ولسمشر محمد اشرف غني له حکومت سره د سولې تړون لاسلیک کړ او په ۲۰۱۷ کال کې کابل ته راستون شو. حکمتیار د ولسمشریز نوماند په توګه تر نوم لیکنې وروسته وویل چې که څه هم له هغه سره لاسلیک شوی تړون په بشپړه توګه نه دی عملي شوي، خو بیا هم کابل ته له راتګ څخه راضي دی او پر طالبانو هم غږ کوي چې سولې ته غاړه کیږدي.
حکمتیار وویل: «طالبانو ته سپارښتنه کوو چې بین الافغاني لاره غوره کړي.»
تمه کیږي چې په راروانو ورځو کې اوسنی افغان ولسمشر محمد اشرف غني، هم د بیا ټاکل کیدو په موخه په ولسمشریزو ټاکنو کې ځان ثبت کړي.