گاولند آلمان ته د مسلمانانو د سفر ممنوعيت غواړي
۱۳۹۵ اسفند ۱۴, شنبهالکساندر ګاولند «آلمان لپاره د بدیل» ګوند مرستيال، په پراخه کچه آلمان ته د مسلمانانو پر سفرونو د ممنوعيت غوښتونکی شو. دی دغه غوښتنه په داسې وخت کې مطرح کوي چې له ېوې خوا آلمان کې د ټاکنيزو د تودو کمپاينونو وخت نژدې شوی او له بلې خوا يې په خلکو کې د ګوند محبوبيت کم شوی دی.
د آلمان د ښې اړخې « آلمان لپاره بديل» د ګوند د مشر مرستيال الکساندر ګاولند، چې ګمان کيږې ګوند يې د روان کال منۍ په صدراتي ټاکنو کې د آلمان پارلمان (بونديس تاګ) ته لاره پيدا کړي، دغه څرګندونې يې د فونکه رسنيزې ډلې سره په مرکه کې کړي دي.
ګاولند په دې مرکه کې « آلمان ته د هغو اسلامي هيوادونو د وګړو پر عمومي سفر خبرې کړي چې د با ثباته سياسي وضعيت لرونکي دي». دغه سياستوال ويلي دي: « مونږ غواړو هيڅ مسلمان ته په خپل هيواد کې لاره ورنکړو کوم چې موخه يې يوازې د خپل هيواد پريښودل دي».
يوازې مهاجر که ټول مسلمانان؟
په دغې مرکه کې دا نده روښانه شوې چې آیا د ښې اړخې « آلمان لپاره بديل» ګوند مرستيال آلمان ته د ټولو مسلمانانو د سفر د مخنيوي غوښتونکی شوی دی که يوازې يې موخه د مسلمانو مهاجرو څخه ده. خو هغه ويلې دي: « مونږ بايد يوازې هغو مسلمانانو ته په آلمان کې د سفر اجازه ورکړو چې په واقعيت سره د ژوند د خطر ويره لري. د بيلګې په توګه هغه مسلمانان چې له شمالي افريقا څخه راځې د معلوماتو له مخې اقتصادي مهاجر دي».
ګاولند په دغې مرکه کې د هولوکاست په تړاو د « آلمان د يادښت له فرهنګ» څخه نيوکه وکړه. هغه ادعا کړې ده چې دا « د آلمان په تاريخ کې د ناسيونال سوسیالیستي د دغو بيشرمانه اعمالو تر شا د بشپړ توقف په مانا ده».
هغه وويل چې په آند يې دا یو ناسم کار دی چې په آشويتس کې د نازيانو د عام وژنې له کمپونو سره برخورد دې چې له يو ميليون څخه زيات کسان په کې ووژل شول، « د آلمان په فدرالي جمهوری دولت کې د يو ملي مصلحت په توګه» راوړل شي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (04.01.2017):