1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

کيف ته د آلمان، فرانسې او ايتاليا د مشرانو سفر

۱۴۰۱ خرداد ۲۶, پنجشنبه

د آلمان، فرانسې او ايتاليا مشران د اوکراين پلازمينې کیف ته تللي دي. دغه هېواد ته د وسلو ورکړه او په اروپايي ټولنې کې يې شامليدل د خبرو اترو اصلي موضوعګانې دي. روسیې په دې منځ کې ويلي چې خبرو اترو ته چمتو ده.

https://p.dw.com/p/4CoUO
Ukraine | Olaf Scholz und Wolodymyr Selenskyj
انځور: Sergei Supinsky/AFP/ Getty Images

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ، د فرانسې ولسمشر ایمانويل مکرون، د ايتاليا لومړی وزير ماريو دراګي او د رومانيا ولسمشر کلاوس لوهانس ته د چهار شنبې په ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي هرکلی ووايه.

شولڅ او دراګي له پولنډ څخه د شپې په يوه ريل ګاډي کې د کیف پر لور سفر پېل کړی وو. د دې سفر په ترڅ کې د آلمان صدراعظم د روسیې پر ضد جګړه کې يو ځل بيا د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ. شولڅ د اورګاډي د خپل دې ځانګړي سفر په ترڅ کې وويل: «ډېره مهمه ده چې د هغو دريو سترو هيوادونو مشران چې د اروپا د اقتصادي ټولنې [اروپايي ټولنې] په بنسټ ايښوولو کې شامل ول، کيف ته سفر کوي او د اوکراين د جګړې په دې ډېر ځانګړي وضعيت کې له اوکراين او د دغه هيواد ښځو او نارينه وو ملاتړ کوي.»

نوموړي وويل: «موږ يوازې يووالي نه ښيوو، بلکې د دې ډاډ هم ورکوو چې هغه مرسته چې موږ یې تنظيموو که هغه مالي، بشري او که د وسلو وي، هغه به دوام پيدا کړي.» شولڅ زياته کړه چې دغه مرسته به تر هغه دوام ولري «څو اوکراين ورته د خپلي خپلواکۍ جګړې له پاره اړتیا ولري.»

د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون کيف ته د دې دريو مشرانو تر رسيدو وروسته وويل چې دا درې مشران «د اروپا د يووالي د پېغام رسولو له پاره » راغلي دي. هغه وويل چې زه به خپل اوکرايني سيال ولوديمير زيلنسکي ته د دې ډاډ ورکړم چې پر اوکراين د اروپايانو ترمنځ يووالي موجود دی.

کيف ته د آلمان، فرانسې او ايتاليا د دولتي او حکومتي مشرانو دې سفر ته له اوونيو راهيسې چمتووالی نيول شوی وو. د ناټو او اروپايي ټولنې دا درې غړي هيوادونه د اوکراين په ملاتړو کې راځي او دغه هيواد ته يې د روسیې تر يرغل وروسته وسلې ورکړي دي.

Mario Draghi, Emmanuel Macron und Olaf Scholz im Zug nach Kiew
انځور: Ludovic Marin/AFP

خو د اوکراين حکومت دغه ملاتړ ته د يوه زړه نا زړه ملاتړ په سترګه ګوري. د آلمان پر صدراعظم د اپوزيسيون د سياستوالو او همدا راز د خپلو ائتلافي ليبرال او رزغون ګوند له خوا هم غږ شوی وو چې په کيف کې د خبرو اترو پر وخت دغه هيواد ته د وسلو د سيسټمونو د ورکړې نوې او ثابتې ژمنې وکړي.  په دې منځ کې د رومانيا ولسمشر کلاوس لوهانس هم دغه هيواد ته رسېدلی دی.

له جګړه ځپلي ښار ارپين څخه ليدنه

شولڅ، مکرون، دراګي او لوهانس تر غرمې مخکې په ګډه د ارپين ويجاړ شوي ښار ته سفر وکړ چې له کیف څخه د شلو کيلومترو په واټن کې پروت دی. په دې ښار کې هم لکه د بوچه ښار د روسي ځواکونو تر وتلو وروسته د ظاهراً کابو ۳۰۰ وژل شويو ملکیانو جسدونه وموندل شول.

په اروپايي ټولنه کې د اوکراين د شامليدو په برخه کې د اوکراين د ولسمشر ځانګړي استازي اوليکسی چېرنيشوف دغه اروپایي سياستوال د هغو کورونو کنډوالو ته بدرګه کړل چې د روسیې د بريدونو په ترڅ کې ويجاړ شوي دي.

مکرون د ارپين د سفر په ترڅ کې وویل چې ارپين له «ټول وژنې او جنګي جنايتونو» سره مخ شوی دی. شولڅ هم په دې ترڅ کې اضافه کړه چې «دا د وحشت په داغ داغل شوی د اتلانو ښار دی.» هغه زياته کړې چې دلته بې ګناه ملکیان هدف ګرځيدلي او کورونه ویجاړ شوي دي.

د نوموړي په خبره په ارپين کې ويجاړۍ د دې «يو مهم يادګار دی» چې څه باید ترسره شي.

Ukraine | Klaus Iohannis in Kiew
د رومانيا ولسمشر کلاوس لوهانس هم کیف ته تللیانځور: Ludovic Marin/AP Photo/picture alliance

د دراګي له نظره ارپين بيا له يوه اړخه د ويجاړيو خو له بل پلوه د هیلو ښار دی. هغه وويل: «ډېر څه چې ماته یې په اړه دلته کيسې وشوې، په راتلونکي او بيا رغونې پورې اړه لري.» هغه زياته کړه چې جګړې دا ولس سره يو کړی دی او اوس کولی شي داسې څه رامنځته کړي چې تر جګړې مخکې ښايي شوني نه وای.

له مسکو څخه غبرګونونه

د روسیې مشرتابه په دې تړاو هيله څرګنده کړې ده چې صدراعظم شولڅ، ولسمشر مکرون او لومړي وزير دراګي به په کیف کې يوازې د وسلو د ليږد په اړه ونه غږيږي. د کريملن وياند ديمتري پیسکوف، خبريالانو ته وويل چې دغه مشران باید د اوکراين له ولسمشر سره پر نورو موضوعګانو هم سلامشورې وکړی. هغه وویل چې دغه درې مشران دې له زيلنسکی سره د ملاقات دا وخت پر «وضعيت د حقيقي نظر اچونې» له پاره وکاروي.

خو د روسیې پخواني ولسمشر ديميتري ميدويديف بيا کيف ته د اروپايي ټولنې د دريو مخکښو مشرانو سفر بې ګټې وباله. نوموړي چې دمګړۍ د روسیې د امنیت شورا مرستيال مشر دی، وويل چې شولڅ، مکرون او دراګي له اوکراين سره د اروپايي ټولنې د غړيتوب او همدا راز د «زړو هاوبيتس» [د توپخانې سيسټم] ژمنې کوي. دا هر څه ښه دی خو دا به اوکراين سولې ته نزدې نه کړي. وخت ډېر لږ دی.»

په روسيه کې په رسمي توګه ويل کيږي چې روسيه له اوکراين سره د سولې د خبرو بيا پیلولو ته چمتو ده. د انترفکس خبري آژانس له اوکراين سره د مذاکراتي پلاوي مشر ولاديمير ميدنسکي له قوله ویلي دي چې روسیې د خپل تازه وړاندیزونو ځواب نه دی ترلاسه کړی.

هغه ويلي چې په مذاکراتو کې د نه پرمختګ مسئوليت د کیف حکومت لري.

ب. ص/ ن. ز ((dpa, afp, rtr)