کویټې ته څیرمه ترافیکي پيښې ۱۳ کسان ووژل
۱۳۹۶ مهر ۱۵, شنبهد آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې د پولیسو له قوله لیکلي دي چې ظاهرا دغه پيښه د زیات سرعت له کبله رامنځ ته شوې ده. پيښه د بلوچستان ایالت مرکز کویټه په اطرافو کې رامنځ ته شوې ده.
د محمد اکبر په نوم د پولیسو یوه ځایي چارواکي نوموړي خبري آژانس ته ویلي دي چې «په پيښه کې لږ تر لږه ۱۳ تنه وژل شوي دي.»
په کویټه کې د ملکي روغتون د ډاکټرانو په خبره روغتون ته ۲۴ ټپیان وروړل شوي دي او اندیښنه یې څرګنده کړې ده چې ښایي د مړو شمیر لوړ شي. ویل شوي دي چې د یو شمیر کسانو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی.
د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي، د دفتر له لوري په خپرې شوې بیانیه کې پر دغه پیښه باندې خواشیني ښوول شوې ده.
په پاکستان کې هر کال د ترافیکي پيښو په پایله کې زرونه انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي. خراب سړکونه، زړې موټرې او بې پروا موټر چلونکي د دغو پيښو اصلي علتونه ګڼل کیږي.
په ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه د انځورونو ګالري: