کوچنۍ زینب څرنګه ووژل شوه؟
د پاکستان د پنجاب ایالت په قصور سیمه کې څو ورځې تر مخه د یوې اووه کلني نجلۍ جسد وموندل شو چې د رپوټونو له مخې پرې جنسي تیری هم شو وو. له هغه راهیسې په دغه سیمه کې وضعیت کړکیچن دی او خلک سخت احتجاج کوي.
د احتجاجونو لړۍ
د قصور سیمې اوسیدونکې زینب، د تیري یکشنبې له ورځې راهیسې ورکه وه او د سه شنبې په ورځ یې د کثافاتو په ډیران کې مړی وموندل شو. د جسد تر موندل کیدو وروسته د پولیسو او حکومتي ادارو پر ضد مظاهرې پیل شوي دي.
په نورو ښارونو کې هم احتجاجونه شوي
نه یوازې د قصور په ښار کې د دغې پيښې په اړه مظاهرې شوي دي، بلکې د پاکستان په ځينو نورو ښارونو کې هم خلک د دغي پيښې د غندلو له پاره سړکونو ته راوتلي وو. د لومړۍ ورځې په لاریون کې د دوو کسانو د وژل کیدو رپوټ هم ورکړل شوی وو.
په کراچۍ کې مظاهره
د پاکستان په میلیوني ښار کراچۍ کې مدني فعال جبران ناصر او د مدنې ټولنو ځينو نورو غړو له زینب سره د شوي ظلم پر ضد غږ پورته کړ.
د مجرم د نیولو غوښتنه
احتجاج کوونکي د پاکستان له حکومت څخه غواړي چې ژر تر ژره د پیښې عاملین ونیول شوي او د قانون منګلو ته وسپارل شي.
زینب څرنګه ورکه شوه؟
ویل کیږي چې زینب تیره اوونۍ هغه وخته لادرکه شوه، چې خپل کور ته نزدې یوه بل کور ته د قران د زده کړې له پاره روانه وه. د سه شنبې په ورځ د هغې جسد د کثافاتو په یوه ډیران کې وموندل شو.