1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کوهاټ تونل کې ترافیکي پېښه؛ ۱۷ کسان مړه شوي

۱۴۰۱ بهمن ۱۴, جمعه

کوهاټ تونل کې ترافیکي پېښه؛ ۱۷ کسان مړه شوي

https://p.dw.com/p/4N3oT
Anschläge in Pakistan
انځور: Arshad Butt/AP/dpa/picture alliance

د خیبر پښتونخوا ایالت مرکز پېښور ته څیرمه په یوه ترافیکي پېښه کې د چارواکو په وینا، ۱۷ کسان مړه شوي دي.

د رپوټونو له مخې دغه پېښه په کوهاټ تونل کې د مسافرو لیږدونکي بس او تراکتور ترمنځ رامنځ ته شوې ده. د بلال فیضي په نوم د ژغورنې د چارو یوه چارواکي ویلي دي چې په دغه پېښه کې ۲۰ کسان ټپیان شوي هم دي.

د نوموړي په خبره په مړو شوو کسانو کې دوه ماشومان او درې ښځې شاملې دي. دغه پېښه په بلوچستان ایالت کې د یوه ترافیکې پېښې یوازې څو ورځې وروسته رامنځ ته کیږي چې پکې ۴۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په پاکستان کې د خرابو زیر بناوو، د موټرو نامناسب ترمیم او په بې پروای سره د موټرو چلولو له کبله تل دغه ډول پېښې رامنځ ته کیږي.