کونړ کې جګړو ډیرې کورنۍ بې ځایه کړي
د کونړ د غازي آباد او ناړۍ ولسوالیو څخه په سلونو کورنۍ بې ځایه شوي دي. هغوی تر شنه آسمان لاندې ورځې او شپې سبا کوي.
د کونړ اړونده چارواکي وایي چې تر غازي آباد وروسته له ناړۍ څخه هم د خلکو د تیښتې لړۍ ادامه لري. دغه دواړي ولسوالۍ په وروستیو کې طالبانو ونیولې.
د چارواکو په خبره، تر اوسه پنځه زره کورنۍ د جګړو له امله خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي. د دغو کورنیو څخه یې ځینې ننګرهار ولایت ته تللي دي.
ملګرو ملتونو د ۲۰۲۰م کال په یوه رپوټ کې ویلي ول چې په جنګي سیمو کې د ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی او افغانستان د ماشومانو له پاره د نړۍ یو له خطرناکو هیوادونو څخه بلل شوی وو.
د کډوالو له پاره کوم مشخص ځایونه نشته او په مارکیټونو، هدیرو، پارکونو او بیلا بیلو ځایونو کې یې اړولي دي.
کډوال په یوه ناخواله وضعیت کې ژوند تیرولو ته اړ دي. د ناړۍ یو کډوال وایي چې ډک کورونه یې پریښي دي او تر اوسه ورسره حکومت کومه مرسته هم نه ده کړې.
له طبیعي پيښو سره د مبارزې ریاست چارواکي وایي چې له کډوالو سره یې د ځینو خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې کړي او دا لړۍ به ادامه ومومي.
دا انديښنه هم شته که چیرې جګړه نورو ولسوالیو ته وغځیږي نو ښایي د بې ځایه شوو کسانو شمیر نور هم زیات شي.
یوه بې ځایه شوې کورنۍ د ولې پر غاړه د ونې سیوري ته اړولي دي. د دوبي په موسم کې ښځې، ماشومان او زاړه خلک له سخت حالت سره مخامخ دي.