1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کومې درې غذاوي مردانه جنسي قوت زياتوي؟

۱۴۰۰ مرداد ۲۰, چهارشنبه

تحقيق ښودلې چي له ۱۹۷۳ کال راهيسي د نارينه ؤ د سپرم په شمير کي تدريجي کمښت راغلی دی. کارپوهان وايي چي دا د ژوند د طرز او ناسالمو خوراکو پايله ده. خو درې غذاوي جنسي قوت ته تر ټولو زياتي ګټوري بلل کيږي. دلته يې وپېژنئ:

https://p.dw.com/p/3ynwH
Befruchtung einer Eizelle Grafische Darstellung
انځور: Fotolia/Sashkin

د کارپوهانو په آند د نارينه ؤ د جنسي قوت په ترڅ کي د هغوی د ژوند سالم طرز او د متوازنې غذا خوړل زښت زيات اهميت لري. په دې ترڅ کي لاندنۍ درې غذاوي د نارينه ؤ د جنسي قوت له پاره تر بل هر شي زيات ګټور بلل کيږي:

کب يا ماهی

زيات شمير څېړنو د روغتیا له پاره د کب ګټورتوب په بيا بيا تائيد کړی دی. تحقيق ښودلې چي کب د نارينه ؤ د سپرمز نه یوازي شمير زياتوي بلکه د سپرم يا د مني د حجرو حرکت هم بهتره کوي. د دې يوه وجه په کب کي د (Omega-3 fatty acids) د مقدار زياتوالی هم اټکل کيږي.

په ډنمارک کي د يو تحقيق په ترڅ کي د ځوانانو يوې برخي ته د کبانو غوړ ورکول سول او دويمې ډلې ته نه. د ځوانانو هغه ډله چي د کبانو غوړ يې خوړلي ول د هغوی  په جنسي قوت کي درې مثبت تغيرات رامنځته سول. لومړی دا چي د مني حجم يا مقدار زيات سو، دويم د نارينه ؤ مني توليد کوونکي غړي لوی سول او بل دا چي په مني کي د حجرو يا سپرم شمير هم زیات سو.

د (Omega-3 fatty acids) له کبله د ويني ګردش زياتيږي او په دې توګه د نرينه جنسي آلې د شخ کېدلو لامل ګرځي. د کب د خوړلو ګټي په زیاته هغه وخت لا ښه روښانه کيږي، کله چي نارينه کمې غوښي وخوري.

جوز/غوز يا چارمغز

په يوه څېړنه کي پر ۱۹۹ ځوانانو د چارمغز مثبت اثرات وپلټل سول. دغو ځوانانو ته تر ۱۴ ورځو پوري چارمغز د خوړلو له پاره ورکول سوه. د دغې وچي ميوې د خوړلو له کبله د هغوی په شهوت او جنسي اشتها کي ډېر زياتوالی راغلی.

د دې ترڅنګ د يادو ځوانانو په مني کي د سپرمز شمير هم زيات سو او هم يې حرکت بهتر سو. پر دغه تحقيق باندي يو شمير تنقيدونه هم وسول. خو له بل اړخه د نارينه ؤ پر جنسي قوت د چار مغز د مثبت اثر لامل په مجموع کي و جنسي قوت ته د پوستکي لرونکو وچو ميوو د افاديت يوه بله بېلګه بلل کيږي.

دا چي کب او چار مغز د نارينه ؤ جنسي قوت ته ولي زياته ګټه لري، يو بل لامل يې په دغو دوو خوراکي توکو کي د امينو ايسد د (L-Arginin) شتون بلل کيږي. دغه مواد د انسان د ميټابوليزم د بهتره کولو تر څنګ يو شمير نوري روغتيايي ګټي هم لري. دغه مواد نايټرک اکسايډ هم جوړوي چي د ويني د فشار د کمولو او د وينو د شريانونو د پراخه کولو له پاره ګټور دی. (L-Arginin) د سپرمز د شمير په زیاتولو او د هغوی د حرکت په بهتره کولو کي زیاته مرسته کولای سي.

سور رومی/ټماټر

څېړنو ښودلې ده چي روميان په انسانانو او حيوانانو کي د سپرم د زياتېدو لامل کيږي. د دغې فايدې راز په روميانو يا ټماټرو کي د (Lycopene) د موادو شتون بلل کيږي. په روميانو کي اينټي اکسيډنټ سره مواد سته. د (Lycopene) له کبله په حجرو کي اکسيډيټيف تشنج کميږي.

تر اومو روميانو په پخ سوو روميانو کي د (Lycopene) مواد زيات ترلاسه کيدلای سي. تر ټولو زیات دغه مواد د روميانو په روب يا پېسټ کي وي. البته په څېړنه کي برخه اخيستونکو ته روميان نه بلکه ۱۴ ګرامه (Lycopene) لرونکي ګولۍ يا کېپسولونه ورکول سول. دومره مقدار ياد مواد تقريبا به ۲۰۰ ګرامو روميانو کي موندل کيږي. دغه مواد د سپرمز د بهتره صحت او د بهتره لامبوزن کېدو لامل ګرځي.

کارپوهان وايي چي يادي درې غذاوي د نارينه ؤ د جنسي قوت زياتولو له پاره ډېري ګټوري دي، خو په مجموع کي متوازنه او سالمه غذا د ښه صحت له پاره حتمي ده.

پېټر شوخارډ/ا.ا./ب.ص.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور: