کومو رد شوو مهاجرو په محکمه کې مثبت ځواب ترلاسه کړی؟
د روان کال په لومړيو شپږو میاشتو کې آلماني چارواکو د رد شویو پناه غوښتونکو پر ۱۵ زرو دوسيو تر غور کولو وروسته پریکړه کړې ده. د کومو هیوادونو پناه غوښتونکو مثبت ځوابونه ترلاسه کړي دي؟
۱- افغان مهاجر
د روان کال په لومړۍ نیمایې کې په آلمان کې د ۱۶۴۷ رد شوو افغان مهاجرو پر دوسیو د بیا غور کولو د غوښتني په هکله پریکړي شوي دي. د دوی له جملې څخه ۴۴۰ تنو یې مثبت ځواب یا په بل عبارت په آلمان کې د پاتېدو اجازه ترلاسه کړې ده. په دې توګه نو په آلمان کې د رد شویو افغان مهاجرو پر دوسيو بيا غور کول د بریالیو غوښتنلیکونو فیصدي نږدې ۲۷ سلنې ته رسیږي.
۲- عراقي مهاجر
د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې د رپوټ پر بنسټ آلماني چارواکو د ۱۱۰۰ عراقي مهاجرو پر هغه غوښتنه چي دوسيې يې له سره و ارزول شي، پریکړې کړي دي، چې د دوی له جملې څخه ۱۱۴ تنو ته د مختلفې درجې د مهاجرت یا په آلمان کې د پاتېدو اجازه ورکړل شوې ده. په دې توګه نو په آلمان کې د عراقي مهاجرو د تجدید نظر د بریالیو غوښتنلیکونو فصدې تر ۱۰ سلنه لږ څه لوړه وه.
۳- روسي مهاجر
د روسي پناه غوښتونکو د تجدید نظر د تر زرو ډیرو غوښتنلیکونو په هکله پریکړې شوي دي چې د هغو له جملې څخه د مثبت ځواب ترلاسه کوونکو غوښتنلیکونو فیصدي تر ۹ سلنې لږ څه ټيټه وه. یوازې ۳۰ روسي پناه غوښتونکي د مهاجر په توګه منل شوي او په مجموعي ډول ۱۰۴ تنو ته یې په آلمان کې په موقتي ډول د پاتېدو اجازه ورکړل شوې.
۴- سوریایې مهاجر
په آلمان کې په عمومي ډول د سوريې اکثرو مهاجرو ته د دوی د دوسیو د ارزونې په هم هغه لومړي پړاو یا محکمه کې مثبت خواب ورکول کیږي. د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د رد شویو سوریایې مهاجرو د نږدې زرو غوښتنلیکونو په هکله پریکړې شوي چې د هغو له ډلې څخه ۴۵ سلنه یې منل شوی دي.
۵- د سربستان پناه غوښتونکي
د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ختیځ اروپایې هیواد سربستان د ۹۳۳ رد شویو پناه غوښتونکو د دوسيو د بيا ارزوني په هکله پریکړه شوې چې یوازې ۵ یې منل شوي. په دې توګه نو د بریالیو غوښتنلیکونو کچه یې یوازې ۰،۵ سلنه وه.
۶- پاکستان
په همدې موده کې چارواکو د ۷۲۱ رد شویو پاکستاني پناه غوښتونکو د دوسیو په هکله پریکړې کړي چې د دوی له جملې څخه یوازې ۱۴ یعنې ۲ سلنو یې مثبت ځوابو ترلاسه کړي دي. په دې کې ۸ تنه یې د مهاجر په توګه منل شوي او ۴ نورو ته یې په آلمان کې په موقتي ډول پناه ورکړل شوې.
۷- مقدونیا
د ختیځ اروپایې هیواد مقدونیا د ۶۶۵ رد شویو پناه غوښتونکو د دوسيو تر بيا ارزوني وروسته یوازې نهو یې مثبت ځوابونه ترلاسه کړي دي.
۸- د نایجیریا پناه غوښتونکي
د افریقایې هیواد نایجیریا د ۶۰۰ رد شویو پناه غوښتونکو د دوسيو تر بيا ارزوني وروسته ۱۳ سلنو یې مثبت ځوابونه ترلاسه کړي دي.
۹- البانیا
د یوه بل اروپایې هیواد البانیا د ۵۷۹ رد شویو پناه غوښتونکو د دوسيو تر بيا ارزوني وروسته یوازې ۹ یې مثبت ځوابونه ترلاسه کړي دي.
۱۰- ایراني پناه غوښتونکي
د ۵۰۴ رد شویو ایراني مهاجرو د دوسيو تر بيا ارزوني وروسته يوازي ۵۲ یې د مهاجرو په توګه منل شوي، څلورو تنو ته یې د دویمې ګټه ګورۍ یا حفاظت ویزې ورکړل شوي او د ۱۹ نورو پر اخراج بندیز لګول شوی یعنې په آلمان کې د پاتېدو اجازه ورکړل شوې ده. په دې توګه نو د ایراني مهاجرو پر دوسيو تر بيا ارزوني وروسته په آلمان کي د پاتېدو کچه ۱۵ سلنه وه.