کوم هیواد کله د اروپایې اتحادیې غړی شو؟
په ۱۹۵۷م کال کې یوازې شپږ لویدیځ اروپایې هیوادونه د اروپایې اتحادیې غړي ول. وروسته بیا ۲۲ نور هیوادونه هم په دې ټولنه کې شامل شول. په دې انځوریز رپوټ کې د دغو هیوادونو د غړیتوب ترلاسه کولو تاریخ ته لنډه کتنه شوې.
په ۱۹۵۷م کال کې د نوي اروپا بنسټ کیښودل شو
آلمان، فرانسې، ایټالیا، بلژیم، هالند او لوګزامبورګ د ۱۹۵۷ م کال د مارچ میاشتې په ۲۵ نیټه د روم تړون په لاسلیک کولو سره د اروپایې اتحادیې بنسټ کیښود. د اروپا اقتصادي کمیټې (اي سي سي) د داخلي او خارجي سوداګرۍ د پراخولو ژمنه وکړه. په هغه وخت کې د «اي سي سي» او دوو نورو ګوندونو اتحاد ته د اروپایې کمیونیټیز(اي سي) نوم ورکړل شو.
په ۱۹۷۳م کال کې بریتانیا، آیرلند او ډنمارک
بریتانیې په پيل کې نه غوښتنل چې د اروپایې اتحادیې غړی شي، خو په شپیتمه لسیزه کې یې په دې اتحادیه کې د شاملیدو هڅې پیل کړې. د فرانسې د سخت مخالفت له امله یې لومړۍ دوه هڅې ناکامه شوې، خو په ۱۹۷۳ کال کې د بریتانیې تر څنګ آیرلنډ او ډنمارک هم د دې اتحادیې غړي شول. خو په ۱۹۷۵م کال کې د بریتانیې ولس بیا د یوه ریفریډم په ترڅ کې په دغې اتحادیې کې د شاملیدو په حق کې رایه وکړه.
په ۱۹۸۱م کال کې یونان
تر شپږ کلن خبرو اترو وروسته یونان د دغې اتحادیې لسم غړی شو. په ۱۹۷۴ م کال کې یونان په دې ټولنه کې د غړيتوب عریضه وړاندې کړې وه. په اروپایې اتحادیه کې د یونان د شاملیدو موضوع شخړیزه وه، ځکه یونان یو بی وزله هیواد وو او پاتې هیوادونه په دې برخه کې انديښمن ول.
په ۱۹۸۶ م کال کې هسپانیا او پرتګال
تر یونان پنځه کاله وروسته هسپانیا او پرتګال هم په ټولنه کې شامل شول. د دغو هیوادونو اقتصادي وضعیت هم لکه د یونان په څیر وو او نوی د جمهوریت دورې ته داخل شوی وو. په هسپانیا کې جمهوري بدلون په ۱۹۷۵م کال کې د پخواني دیکتاتور فرنسیسکو فرانکو تر مړينې وروسته رامځته شو.
په ۱۹۹۵م کال کې اتريش، سویډن او فنلنډ
په ۱۹۹۲م کال کې د «اي سي» بلاک غړو هیوادونو یو بل تړون لاسلیک کړ او د موجوده وخت «EU» اروپایې ټولنه رامنځته شوه. وروسته تر دې تر ټولو په لومړي قدم کې اتريش، سویډن او فنلنډ په دې ټولنه کې شامل شول. دا ټول غړي هیوادونه د سړې جګړې پر مهال بی طرفه او د ناټو سازمان غړي ول.
په ۲۰۰۴ م کال کې ۱۰ ختیځ اروپایې هیوادونه
دا په اروپایې ټولنه کې تر ټولو لوی بدلون وو چې لس هیوادونه په یو وار د دغې ټولنې غړي شول. دغه هیوادونه چک جمهوريت، ایستونیا، قبرس، لاتویا، لیتوانیا، هنګري، مالتا، پولند، سلواکیا او سلوینیا ول. دوه لسیزې مخکې د کمونیزم تر ماتې وروسته جمهوريت د دغو ټولو هیوادونو له پاره نوی وو.
په ۲۰۰۷ رومانیا او بلغاریا
رومانیا او بلغاریا په ۲۰۰۴ م کال کې په اروپایې اتحادیه کې د شاملیدو پلان جوړ کړی وو. خو په عدليې او سیاسي نظام کې د ځنډ له امله په دې بلاک کې شامل نه کړای شول. دغه دواړه هیوادونه ډیر بی وزله او فاسد بلل کیدل، خو تر اصلاحاتو وروسته دغه دواړه هیوادونه هم په اروپایې ټولنه کې شامل کړای شول.
کروواسیا په ۲۰۱۳ م کال کې
تر سلوانیا وروسته کرواسیا تر ټولو دویم کوچنی هیواد وو چې په نویمه لسیزه کې د یوګوسلاویا تر خونړۍ جګړې وروسته په اروپایې ټولنه کې شامل شو. مونتی نیګرو او سربیا هم د یوګوسلاویا یوه برخه وه او دوی هم په اتحادیه کې د شاملیدو له پاره د خبرو اترو لړۍ جاري ساتلې وه. په دې توګه نو د مقدونیا او البانیا د برخلیک پریکړه به هم ډیر ژر وشي.