کوم هيواد تر ټولو زيات سره زر لري؟
د کرونا اوبا پر وخت د سرو زرو بيه ډېره لوړه سوې ده. د سرو زرو زياتي زېرمي مرکزي بانکونه لري او لا نور سره زر هم اخلي. دا چي کوم هيواد تر ټولو زياتي زيرمي لري، دلته يې وپېژنئ:
لسم مقام ـ هالند، ۶۱۳ ټنه سره زر
د اروپايي اتحاديې غړی هيواد هالند يو له هغو اروپايي هيوادونو څخه دی چي د سرو زرو زياتي زيرمي لري. د يو اس فنډس په نوم انټرنټپاڼي د راپور له مخي د دغه هيواد مرکزي بانک د ۲۰۲۰م کال په اګست مياشت کي تقريبا ۶۱۲ ټنه سره زر لرل او په دې توګه په ټوله نړۍ کي لسم لوی مرکزي بانک دی.
نهم مقام ـ هند، ۶۵۸ټنه سره زر
په هند کي نه يوازي په شخصي او خصوصي توګه د سرو زرو مينه وال زيات دي، بلکي د دغه هيواد مرکزي بانک هم په لوړه اندازه سره زر لري. د يو اس فنډس د راپور له مخي د دغه هيواد مرکزي بانک د ۲۰۲۰م کال په اګست مياشت کي ۶۵۷ ټنه سره زر لرل او په دې توګه تر ټولو زياته طلا لرونکی نهم بانک و.
اتم مقام ـ جاپان، ۷۶۵ ټنه سره زر
جاپان د نړۍ تر ټولو لوی دريم اقتصادي قدرت دی. خو د سرو زرو د زيرمي په ترڅ کي دغه هیواد پر اتم مقام دی. د دغه هيواد مرکزي بانک د ۲۰۲۰م کال په اګست مياشت کي ۷۶۵ ټنه سره زر لرل.
اووم مقام ـ سويس، ۱۰۴۰ ټنه سره زر
سويس چي د مساحت او نفوس له مخي نستبا کوچنی اروپايي هيواد دی، د اقتصاد له مخي يو کوچنی قدرت دی. د دغه هيواد د مرکزي بانک د سرو زرو زيرمي د ۲۰۲۰م کال په اګست مياشت کې ۱۰۴۰ ټنه اټکل سوي دي.
شپږم مقام ـ چين، ۱۹۴۸ ټنه سره زر
چين چي د نړۍ په تر ټولو لويو اقتصادي قدرتونو کي شميرل کيږي، مرکزي بانک يې د ۲۰۲۰م کال په اګست مياشت کي ۱۹۴۸ ټنه سره زر لرل. له دغو څخه ۱۰۰ ټنه يوازي د ۲۰۱۸م کال د دسمبر او ۲۰۱۹م کال د اګست تر منځ رانيول سوي دي.
پنځم مقام ـ روسيه، ۲۳۰۰ ټنه سره زر
په تيرو ۷ کلونو کي د روسيې مرکزي بانک يو له تر ټولو لوی د سرو زرو رانيوونکی دی. د دغه مرکزي بانک د سرو زرو زيرمي د ۲۰۲۰م کال په اګست مياشت کي تقريبا ۲۳۰۰ ټنه او په دې توګه په نړۍ کي تر ټولو ستره پنځمه زيرمه وه.
څلورم مقام ـ فرانسه، ۲۴۳۶ ټنه سره زر
د يو اس فنډس د راپور له مخي د فرانسې هيواد مرکزي بانک د ۲۰۲۰م کال په اګست مياشت کي ۲۴۳۶ ټنه د سرو زرو زيرمي لرلې. په دې توګه دغه مرکزي بانک په نړۍ کي څلورم نمبر تر ټولو زياتي د طلا زيرمي لرونکی مرکزي بانک دی.
دريم مقام ـ ايټاليا، ۲۴۵۱ ټنه سره زر
د فرانسې او آلمان تر څنګ د ايټاليا د اروپا له تر ټولو قوي او سترو درو اقتصادونو څخه بلل کيږي. د ۲۰۲۰م کال په اګست مياشت د دغه هیواد د مرکزي بانک د طلا د زيرمو حجم ۲۴۵۱ ټنه او په دې توګه په نړۍ کي پر دريم نمبر و.
دويم مقام ـ آلمان، ۳۳۶۳ ټنه سره زر
آلمان په اروپايي ټولنه او په ټوله اروپا کي تر ټولو لوی اقتصاد دی. د دغه هيواد مرکزي بانک د۲۰۲۰م کال په اګست مياشت کي په ټوليزه توګه ۳۳۶۳ ټنه سره زر لرل او په دې توګه په نړۍ کي تر ټولو زياته د سرو زرو لرونکی دويم مرکزي بانک دی.
لومړی مقام ـ امريکا متحده ايالات، ۸۱۳۴ ټنه سره زر
امريکا متحده ايالات په ټوله نړۍ کي د نورو ټولو هيوادونو په پرتله د سرو زرو ستري زيرمي لري. د دغه هيواد مرکزي بانک د ۲۰۲۰م کال په اګست مياشت کي ۸۱۳۴ ټنه سره زر لرل. د يو اس فنډس وېبپاڼي د راپور له مخي په دې توګه د امريکا متحده ايالاتو مرکزي بانک تر ټولو زيات سره زر لرونکی بانک دی. [ليکونکی: احمدولي اڅکزی]