1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کوتره د کال مرغۍ شوه

۱۳۹۸ مهر ۱۹, جمعه

کوتره د مينې سمبول ده، خو ورځ تر بلې د ژوند کولو له پاره چاپيريال له لاسه ورکوي. په ځينو هيوادونو کې خو يې ښکار کول د يو سپورت په توګه ګڼل کيږې.

https://p.dw.com/p/3R93b
Turteltaube (Streptopelia turtur)
انځور: picture-alliance/imagebroker/T. Hinsche

د آلمان په بایرن ايالت کې کوتره د ۲۰۲۰ م کال د مرغۍ په توګه وپيژندله شوه. دا په دغه ایالت کې د مارغانو ژغورنې ټولنې(ال ب فاو) او د طبیعت ساتنې اتحاديې له خوا اعلان شوه. ويل کيږي چې د لومړې ځل له پاره، يوه مرغۍ غوره کیږي چې د نړۍ په کچه له خطر سره مخ تر سرې کرښې لاندې دي.

د آلمان د چاپيريال ساتنې اتحاديې د مدیره هیئت غړي کوالسکي وويل: »موږ له ۱۹۸۰م کال راهیسې د دې ۹۰ ډولونه له لاسه ورکړي او ټول چاپيريال له کوترو خالې شوې دی. اوس مهال په هيواد کې يوازي ۱۲زره او پنځه سوه نه تر ۲۲ زره جوړو پورې شته. د راپورونو له مخې ډير له دغو جوړو څخه پنځه اشیاره نهه ميلونه په اروپا، اسپانیا، فرانسه، ايتالیا او رومانيا کې ژوند کوي.

د ژوند له پاره نامناسبه چاپيریال

Turteltauben
انځور: picture alliance/dpa/F.Rumpenhorst

 

د کوترو له پاره د ژوند کولو چاپيريال له منځه تللو پړه، بيا چاپيريال ساتونکي پر کرهڼه اچوي. د زراعتي ځمکو د پراخيدو له کبله، د دوي د ځالو ځایونه او هم د خوراکي توکو او څښاک ځایونه له منځه ځي. وحشي واښه،چې کوترې تري خوراک کوي او په کرهڼه کې بزګران له منځه وړي، نو کوترو ته د خوراک توکې نه پاتېږي.

بزګران پرزراعتي ځمکه داسي کیماوي ماده استعمالوي چې ځمکه کې اضافه واښه له منځه ځي او کله چې کوترې په دغه ځمکه کې تخمونه خوري نو، مسمومويې. کوالسکی وویل: »زموږ تر ټولو کوچنۍ کوتره په ډيرو ستونزو سره د ژوند کولو له پاره ځاي پيدا کوي.«

د مرغانو ساتنې کارپوه اریک نيولينګ وايې: »د واښو له منځه تللو له کبله، کم شمير کوترې د غټوالې عمر ته رسیږي.« په آلمان کې د دغو کوترو شمیر ته بل ګواښ په مديترانه کې د مرغیو ښکار دې. د دوي کوچيدل پر ساحلي سیمو او د  صحرا په سويل، يا د افریقا پر لور ورسره پر فرانسې، اسپانیا او مالتا کې،چې دلته په ناقانونه توګه کوترو باندې ډزې کيږي.

د ډزو پر ضد عريضه

 

د کوترو ساتنې له پاره د طبعیت ساتني سازمان يوه عريضه پر لارې اچولې چې، ايالتي داخلي چارو وزيره سونیا شولچه له خوا وهڅول شي، تر څو په اوږده موده کې، په اروپاي غړیو هیوادونو کي په ډزو بندیز له پاره هڅې وکړي.

د ۲۵ سانتي متره نه تر ۲۸ پورې غټې کوترې رنګيني دي، دوي د ځنګلي تخمي بوټو او تخمونو څخه خوراک کوي. د يوازنۍ رنګينو کوترو ډلونو په توګه، دا د  لري واټن الوتونکې ګڼل کيږي. دوی د جولای میاشتې په وروستيو کي اروپا پريږدي د افریقا صحرا پر لور الوزي. په دودیز ډول کوتره د ميني او محبت سمبول ګڼل کيږي.