1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"که کابل ساتئ، ميدان وردگ او لوگر خوندي کړئ"

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۱ بهمن ۲۳, دوشنبه

د افغانستان د امنيتي مسئوليتونو د لېږد پروسه مشر وايي، چي د کابل ثبات د ګاونډيو ولايتونو میدان وردګ او لوګر په ثبات پوري تړلی دی. د هغه په خبره که زورپال په دغو دوو ولایتونو کې ځالي جوړي کړي نو کابل به هم خوندي نه وي.

https://p.dw.com/p/17byn
Afghanistan Taliban Angriff in Kabul

د امنيت د لېږد پروسې مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي په کابل کې یوې امنیتي غونډي ته وويل، چي ترهگر غواړي کابل ته لار پيدا کړي او په دغه ښار کي پر مهمو اهدافو باندي يرغلونه وکړي.

په دې ورستیو کې د میدان وردګو او لوګر ولايت له ډیرو ولسوالیو څخه بهرني عسکر وتلي دي او ویل کیږي چې زورپالو د هغو سنګرونو ته مخه کړې ده.

د احمدزي په خبره که چیري لوګر او میدان خوندي نه وي پر کابل باندي به هم د زور پالو پلان شوي بریدونه دوام ولري:
«کابل ترهغه پوري نه شي خوندي کیدای، چي ګاوندي ولایتونه خوندي نه وي، د کابل امنیت د دغو دوو ولایتونو له امنیت څخه جلا نه شو ګڼلای.»

دا په داسي حال کي ده چي څه موده مخکي يوه افغان تلويزيوني چينل داسي انځورونه خپاره کړل چي طالبان د امریکايي ځواکونو هغې اډې ته ننوځي چي افغان امنيت ځواک ته په اختيار کي ورکړل سوې وه.

د میدان وردګو والي مجید خوګیاڼی هم دا مني چې د پولیسو اوامنیتي پرسونل کمښت د دوی واکمني له ګواښ سره مخامخ کړې ده. د هغه په خبره په را روان پسرلي کې به په دغه ولايت کي حالت له نوي کړکیچ سره مخامخ شي:

«که چیري موږ په میدان وردګو ولایت کې د پوليسو شمیر زیات نه کړو، په راتلونکي پسرلي کې به هغه څه چې په میدان وردګو کې يې د نا امنۍ له اړخه وینو په کابل کې به یې ووینو.»

دغه راز د کابل د بل ګاونډي ولایت لوګر والي هم شکايت وکړ، چې د دوی تر واکمنۍ لاندي سیمو ته مرکزي حکومت سم پام نه دی کړی. په همدې حال کې د افغانستان د پوهني وزیر فاروق وردګ چې د ملي امنیت شورا له خوا د میدان وردګو او لوګر ولایتونو د امنیتي جاج اخيستني کمېسيون غړی دی، وايي مرکزي حکومت څو کاله دمخه دغه دوه ولایونه هیر کړل.

هغه پر مرکزي حکومت غږ کوي چې که د یادو ولایتونو حالت ته پام و نه کړي پلازمېنه به له لا ډيرو ګواښونو سره مخامخ شي:

«متاسفانه د لوګر او میدان ولایتونو امنیت ته څلور کاله دمخه لکه څرنگه چې لازمه وه پام و نه شو، لږ تر لږه که اوس هم د نورو ولایتونو په څير د لوګر او میدان وردګو ولایتونو ته پاملرنه وشي هر څه به سم شي.»

د افغانستان د امنیتي ادارو راپورونه ښيي چې زور پالي تر ډیره ځايه پلازمېني کابل ته تر ننوتلو دمخه په لوګر او میدان وردګو ولایتونو کې ځای پر ځای کیږي. دغه دواړه ولایتونه د کابل و سویل او سویل ختیځو ولایتونو ته د غځېدلو لارو له اړخه ډیر مهم او ستراتیژیک اهمیت لري.