1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«که ټاکنو کې بریالی شم، د اردن غاړه اسرائیل سره یوځای کوم»

۱۳۹۸ فروردین ۱۸, یکشنبه

نتانیاهو وایي چې په ټاکنو کې د بریالیتوب په صورت کې به د اردن رود په لويديځه غاړه یهود میشته ښارګوټي د اسرائیل برخه وګرځوي. دا سیمې د هغې خاورې یوه برخه ده چې اسرائیل د ۱۹۶۷م کال په جګړه کې اشغال کړي دي.

https://p.dw.com/p/3GPuM
Israel Premierminister Benjamin Netanjahu
انځور: Reuters/R. Zvulun

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامين نتانیاهو د یوې تلویزوني مرکې په ترڅ کې ژمنه وکړه چې په انتخاباتو کې د بریاليتوب په صورت کې به د اردن رود د لويديځې غاړې هیڅ یو یهود میشته ښارګوټی تخلیه نه کړي.

نتانیاهو وویل چې اسرائیل به د خپل امنیت د تامين له پاره د اردن رود په لويديځه غاړه کې یهود میشته اشغالي ښارګوټي بیرته ور نه کړي، څو له غزې تراډې څخه د پر شاتګ تجربه یو ځل بیا تکرار نه شي.

د آلمان د «ای آر دي تلویزون» انټرنټي کانال د یکشنبې په ورځ د نتانیاهو په حواله لیکلي دي چې د اردن رود په لويديځه غاړه له اشغالي سیمو څخه د اسرائیل پر شاتګ به دغه سیمه د غزې په تراډې بدله کړي.

اسرائیل په ۲۰۰۵ م کال کې خپل ځواکونه له غزې څخه ؤ ایستل او دوه کاله وروسته د «حماس» په نوم اسلامپالې ډلې د دې سیمې کنترول په خپل لاس کې ونيو.

د ترمپ پر ملاتړ حساب کول

نتانیاهو وایي چې هغه وتوانید د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په دې معتقد کړي چې د ګولان د لوړو په اشغالي سیمو کې د اسرائیلو حاکمیت په رسمیت ؤپيژني او اوس يو نوی پړاو یعنې له دې سره د اردن رود د لويديځې غاړې سیمو د یوځای کولو وخت را رسیدلی دی.

د کلونو راهیسې ډیر شمیر عربي هیوادونو له سوریي سره په ګډه پوله کې د ګولان له لوړو څخه د اسرائيل د نظامي ځواکونو د وتلو غوښتنه کوله او د ترمپ له خوا پر دې سیمې د اسرائیل د حاکميت د په رسمیت پیژندل کیدو مخالفت کوي.

د عربي هیوادونو د اتحادیي عمومي مونشي ابولغیط، تیره اونۍ د دغې اتحادیي د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په مقدماتي غونډه کې ټینګار وکړ چې عربي هیوادونه د ګولان د لوړو اشغالي برخې د نړیوالو قوانينو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دریو پریکړه لیکونو په اساس د سوریي د خاورې یوه برخه بولي.

نوموړي زیاته کړه چې په دې برخه کې د امریکا پریکړه قانوني اعتبار نه لري او د سوریي ځمکنۍ بشپړتیا باید وساتل شي.