1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«که سوله راغله» هيش ټېګ مشهور سوی دی

۱۳۹۹ مرداد ۲۱, سه‌شنبه

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي مشورتي لويي جرګې ته په وينا کي وويل چي که سوله راغله څه به وکړي. په خواله رسنيو کي اوس دغه هيش ټېګ مشهور سوی دی.

https://p.dw.com/p/3gmrh
Afghanistan Versammlung für Toleranz und Frieden
آرشيف انځورانځور: DW/A. Akrami

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د مشورتي لويي جرګې په وروستۍ ورځ په وينا کي وويل:«که سوله راغله زه پر کور نه کښېنم». هغه زياته کړه چي که سوله راغله نو ټول افغانستان ته به سفرونه وکړي.

تر حامد کرزي وروسته چي کله برحال ولسمشر محمد اشرف غني جرګې ته د وينا پر وخت وويل چي که سوله راغله نو دی به ځان «په يوه کوټه کي بندوي» او هغه کتابونه ليکلي چي له زياته وخت راهيسي يې ورته اراده ده.
«#که_سوله_راغله» تر هيش ټېګ لاندي دغه موضوع په خواله رسنيو کي خورا توده سوې او زياتو افغانانو پر دغو رسنيو خپلې ارادې څرګندي کړي چي که سوله راغله نو به څه وکړي.

د ځوانانو شوخ نظرونه

يو شمېر ځوانانو د ياد هيش ټېګ يا موضوع په هکله له خوش طبيعتۍ څخه ډک پوستونه او تبصرې کړي دي. د بېلګي په توګه پر فيسبوک يو کاروونکي چي ځان اېليف باران نوموي د دوو مينانو يو انځور خپور کړی چي پکښي معشوقه خپل عاشق پر غاړه ښکلوي. اېليف باران ورته ليکلي: «که سوله راغله، تا به د تالبانو مخته، په دې غاړه ښکلوم».

د صافيه سليمانخيل په نوم يوې بلې د فيسبوک کاروونکي او په همدې شان يو شمېر نورو ځوانانو بيا د پيرمحمد کاروان له نظم څخه دغه شعر خپور کړی: « که سوله راغله زه به شوخي تراني ووایم ــ زه به مئین سم زه به راز د یاراني ووایم.»

له کندهار څخه ځوان ليکوال جبار فراز پر خپله فيسبوک پاڼه له شوخۍ ډکه جمله ليکلې: «که سوله راغله له خیره، بل هیڅ شی مه کوئ، صرف ږیري پرېږدئ.» ښايي د هغه اشاره دې ته وي چي د سولي سره به ښايي د طالبانو د وخت بعضي مکلفيتونه لکه د ږيري پرېښودل هم باب سي.

د عبدالغفار فضلي په نوم د ټويټر يو افغان کاروونکي په تيرو ټاکنو کي د نتايجو پر سر رامنځ ته سوو لانجو ته اشاره کړې او ليکلي يې دي چي: «عبدالله له غني وروسته وويل: که سوله راغله، بيا به د حکومت چارې زه په مخ وړم.» نوموړي او يو شمېر نورو د  خواله رسنيو کاروونکو ياد نقل قول له شوخۍ خپله جوړ کړی دی.

يو شمېر هغو افغان ځوانانو چي له خپل کور او کلي څخه ليري دي، ليکلي يې دي چي که سوله راسي نو دوی به خپل کور او کلي ته ستانه سي. په دې ترڅ کي د بېلګي په توګه صفي الله سنګر نيازي پر خپله فيسبوک پاڼه ليکلي:«که سوله راغله، د ژوند پاتې عمر مې خپل د زوکړې، ځای ښایسته #الینګار کې تېره وم او دابه هغو ټولو ملګرو او دوستانو ته ښایم، چې الینګار د نړۍ له ښایستونو څخه یو ښایست دی او کنه؟!»

سياسي نظرونه

ځوان ژورناليست نثار احمد احمدي ليکلي: «که سوله راغله زه ټولو ولایتونو ته ځم هلته شهید سوو سرتېرو پر مزارونو د ګلانو ګېډۍ اېږدم؛ ځکه سوله د دوئ د وینو بدله ده.» د نوموړي د دغه پوست په جواب کي بل افغان ځوان ليکوال او ژورناليست نعمان دوست تبصره کي ليکلي:«که دا کار دې وکړ، سوله کې هم در باندې ډزې کوي.»

نعمان دوست په خپل جلا پيغام کي په افغانستان کي د ماينونو ستونزي ته په اشارې ليکلي: «که سوله راغله په بیړه هیچیرته مه ځئ؛ ښخ شوي ماینونه له سولې څه خبر دي. اول دا شنډول غواړي.»

په لويه جرګه کي د کندهار استازي سيد احمد سيلاب له هيلي ډکي دغه کرښي ليکلي: «که سوله راغله بيا به خپله زنده ګي کومه ـ ته به معلمه يي او زه به عسکري کومه».

د آسما خوستۍ په نوم يوې افغانې مېرمني پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي: «که سوله راغله کيدلای شي چې ډيموکراسي ته د پای ټیکي کيښودل شي.» دې ته ورته نظرونه يو شمېر نورو په زياته افغانو مېرمنو هم څرګند کړي دي.

خليل مهمند پر خپله ټويټرپاڼه پوښتنه کړې: «که سوله راغله زموږ سیاسې مشران به خپلې شتمنۍ وطن ته راوړې؟» دغه نظر ته ورته يو شمېر نورو د خواله رسنيو کاروونکو هم نظر ورکړی دی. د بېلګي په توګه د حمزه فاتح په نوم يو کس پر ټويټر د افغان سياسي مشرانو په هکله ليکلي دي چي «د دوی داخیال دی چې که سوله وشوه مونږ به له دا دمره لویو لویو جنایاتو سره سره بیاهم ارتي تڼۍګرزو، په الله قسم داشل کاله چې دې ولس کومي دربدرۍ ولیدي ددې زرې زرې حساب به درسره کوي.»

يو شمېر د خواله رسنيو کاروونکو بيا ليکلي چي که سوله راسي نو دا به په زیاته د برحال ولسمشر محمد اشرف غني يوه لويه لاسته راوړنه وي. د بېلګي په توګه مطيع الله شګيوال ټويټ کړی چي:«که سوله راغله، لکه څنګه چې غازي امان الله خن د خپلواکۍ اتل دی، غني بابا به د سولې نړیوال اتل وي.»

ليکونکی: احمدولي اڅکزی