که د باز په څیر والوزو
شاوخوا ۱۰۰ کاله مخکې، اوتو لیلینتل د مرغانو په اړه څیړنه کوله چې د الوتنې په اساساتو ځان وپوهوي. اوس په مونشن کې څیړونکې پر بازانو څیړنه کوي ترڅو لا ښې عادي او بې پیلوټه الوتکې جوړې کړي.
د بازانو الوتنه
په یوه تونل کې تند باد لګیږي او باز خپل وزرونه خلاصوي. باز الوتنه کوي او په همدې حال کې ۱۰ پرمختللې کامرې د الوتنې هره شیبه ثبتوي.
په زړه پورې انځورونه
هره کامره د باز د الوتنې څخه په ثانیه کې ۱۰۰۰ انځورونه اخلي، او د مونشن ښار د الوتنې پیژندنې څیړنیز مرکز ته د څیړنو له پاره ډیر څه برابروي. په انځور کې هیلموت اختز، د بازانو متخصص لیدل کیږي.
مرغان د بیګلې په توګه کارول کیږي
ساینس پوهان به له مرغانو څخه نوي ترلاسه شوي معلومات د لا ښو لویو او بې پیلوټه الوتکو د جوړولو له پاره وکاروي. د بازانو الوتنې ته تر ټولو د غوره مودل په توګه لیدل کیږي.
سرعت
بازان د نړۍ تر ټولو ګړندي مرغان ګڼل کیږي. د یو کیلو لرونکي وزن او د وزرونو د یو متر په پراخوالي سره، دوی په ساعت کې تر ۳۰۰ کیلومتره سرعت سره الوتنه کولای شي.
د پخوانیو خلکو هڅوونکی
مرغان له پیله د انسانانو د الوتنې له پاره ډیر مهم وو. اوتو لیلینتل، د الوتکو پلار له مرغانو څخه مهم درسونه زده کړي وو. دا د برلین فیګبرګ کې د لیلینتل تر ټولو مشهور پرواز وو.
غوره بڼکې
د بازانو د روزنې له نظره، د دوی خړ او سپین رنګه بڼکې د څیړنې له پاره کار ډیره اسانه کوي. دا په دې معنی ده چې څیړونکې د دوې د بدن د نښه کولو لپاره نورو نښو ته اړتیا نه لري.
تیزې سترګې
مخکې له دې چې د دې څیړنو پایلې خپرې شي، په مونشن او د آلمان د دفاع وزارت په پوهنتون کې به دغه څیړنه د روان کال تر پایه دوام پیدا کړي.