کنړ: د ولايت مقام مخي ته ځانمرګي بريد ۱۱ ووژل
۱۳۹۴ اسفند ۸, شنبهاعلان
د کنړ ولايت په مرکز اسد آباد کي دغه ځانمرګي بريد د لومړيو معلوماتو له مخي ۱۱ کسان وژلي دي. پوليسو ويلي چي په دغه بريد کي څلويښت نور کسان هم ژوبل سوي دي.
ويل سوي چي د شنبې د ورځي په دغه بريد کي يو قومي مشر او د ځايي ملېشو قومندان حاجي خان جان هم وژل سوی دی. د جنرال عبدالحبيب سيدخېل په نوم د پوليسو چارواکي د آلمان خبري آژانس ته د حاجي خان جان د وژل کېدو پخلی کړی دی.
سيدخيل ويلي چي د ځايي ملېشې ياد مشر د بريد پر ځای ووژل سو او يو شمېر نور ولسي کسان چي پکښي ماشومان هم شامله دي، د ژوبلو له کبله و روغتون ته انتقال کړل سوي دي.
تر اوسه د دغه بريد پړه کومي ډلې په غاړه نه ده اخيستې. خو وژل سوی د ځايي ملېشو قومندان حاجي خان جان د طالبانو سخت مخالف بلل کېدی.