1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کندهار؛ ځيني خلک د کرونا ویرویس له معایناتو ځان کاږي

۱۳۹۹ فروردین ۲۵, دوشنبه

د کندهار د عامي روغتیا ریاست چارواکي وايي چي په دغه ولايت کي ځيني خلک د کرونا په ناروغۍ اخته کیدل د ځان او کورنۍ له پاره شرم ګني او حال نه وايي.

https://p.dw.com/p/3apVE
Corona-Virus in Kandahar Afghanistan
انځور: DW/M. Ibrahim

دی وايي، اکثره کندهاریان په همدې سبب ځان له معایناتو کاږي او نه غواړي، چي په خپله خوښه د کرونا په وړاندي د مبارزې روغتون له ډاکټرانو سره اړیکه ونیسي.

د کندهار د عامي روغتیا ریاست له بېړنیو پيښو سره د چمتووالي مسئول ډاکتر محمد سرور فیروزي دويچه ويله ته وويل چي د خلکو دغه بې ځایه شرم او د یادي ناروغۍ په وړاندي ناپامي خورا بدي پایلي لري.

هغه وويل: »د اندېښنې وړ خبره داده چي اکثره کندهاریان له دې سره، چي د کرونا ناروغۍ ښکاره نخښي به پکښي موجودي وي، لاکن بیا هم معاینات نه کوي، که کوم څوک بیا معاینات وکړي او نتیجه يې مثبت سي، موږ ټلیفون ورته کوو، دوی جواب نه وايي. اکثره خلک د کرونا په ناروغۍ شرمیږي، معاینات څه کوې، هیچاته د ناروغۍ حال لا نه وايي.«

اخترمحمد کاکو، چي د کندهارښار د لومړۍ ناحيې په (چوڼۍ) سیمه کي د خوراکي توکو دوکان لري، د دويچه ويله د يوې پوښتني په جواب کي يې خپله شمله شاته واړوله او پر شناوۍ ږیره لاس تیر او زیاته يې کړه، دا دونده ناجوړي نه ده، محضي دا راډیوګانو ډېره کړې ده.

هغه وايي، میرمن او دوه زامن يې له تیري یوې هفتي راهیسي ټوخیږي، ستونی او بدن یې درد کوي، مګر په دې خبره شرمیږي، چي اوس د یوه عادي زکام په خاطر يې لابراتوار ته روان کړي وي: »وروره ! دا زموږ او ستاسو هغه د پلار اونیکه زکام دی محضي دوی داسي بلا ځني جوړه کړې ده، هرکال په دغه موسم کي خلک په اخته کیږي، مګر خپل وخت لري، چي هغه وخت يې پوره سي خپله سړی جوړیږي. زه په خدای شرمیږم، چي یوچاته وایم زما تبه ده یا مي پر سر درد دی.«

دا یوازي اخترمحمد کاکو نه دی، بلکي د لته اکثره خلک په دې باور دي، چي دا هسي یوه اوازه ده او دومره خطرناکه ناروغي نه ده، څونده چي مطبوعات پر ږغیږي.

د ډېرو کندهاریانو په اند، دغسي ډیري ناجوړۍ يې لیدلي، دابه هم تیره سي

خو په کندهار کي دیني عالم مولوی عبدالباري نقشبندي، بیا له خلکو غواړي چي له احتیاط څخه کار واخلي، ترڅو هم يې ځان او هم يې ټولنه له دغه افت څخه ساتلي وي: »دا الهي افت دی، په پخوا وختونو کي هم ډول ډول افتونه راغلي دي، خو د اسلام حکم دا دی چي په دغسي وختونو کي خواپاکۍ او خدای پرستۍ ته ځان نورهم نژدې او په دې اړه د ډاکټرانو لارښووني پرځان عملی کړو، ځکه په اسلام کي د ځان ساتل فرض دي.«

مدني فعالان او روڼ اندي هم په کندهار کي د کرونا د خطرناکي ناروغۍ په وړاندي د اکثریت خلکو بې تفاوتي او له معایناتو ځان ګوښه کول د انديښنې وړ بولي او زیاتوي چي دولت، رسنۍ او دیني عالمان په دې اړه نورهم لاس په کارسي.

نذیر احمد دقیق په کندهار کي یوتن هغه ځوان مدني فعال دی، چي د کرونا ویرویس د مخنیوي په موخه يې د ښار په بیلا بیلو برخو کي د خلکو د عامه پوهاوي له پاره په خپله خوښه کمپاین، دواپاشي او د ماسکونو په ویشلو کي فعاله ونډه اخیستې ده، وايي چي که له کرونا ویرویس سره د خلکو بې غوري همداسي روانه وي، نوخدای مه کړه له یوداسي حالت سره به مخامخ سوو، چي د کرونا له امله د مړسویو کسانو په ټولولو او ښخولو به نه رسیږو.

په کندهار کي دیني عالمان، روڼ اندي او ډاکټران په داسي حال کي د کرونا ویرویس په برخه کي له معایناتو څخه د عامو خلکو د نه چمتو کیدو په اړه ژوره اندېښنه ښيي، چي یوازي تیره ورځ په دغه ولایت کي د کرونا ناروغۍ د ۲۸ مثبتو پيښو په ثبت سره د ټولو پيښو تعداد ۷۵ ته ورسیدی.

د ډاکټرانو په خبره کیدای سي، چي په کندهار کي په سلهاوو نور کسان هم په دغه خطرناکه ناروغۍ اخته وي، خو تراوسه يې دوی ته مراجعه نه ده کړې.

محمد ابراهیم سپيڅلی/ کندهار