تروريزم
کندهار: د سړک د غاړې ماین دوه ملکیان وژلي
۱۳۹۸ شهریور ۳۰, شنبهاعلان
د کندهار والي ویاند بهیر احمدي، ویلي دي چې چاودنه په سپین بولدک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې چې له کبله یې پنځه نور کسان ټپیان شوي هم دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت یا یوناما، په حواله د روان کال د جنوري میاشتې له لومړۍ نیټې څخه بیا د جون میاشتې تر پای پورې په افغانستان کي ۱۳۶۶ ملکي وګړي وژل شوي او نزدې ۲۵۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
یوناما په افغانستان کې د په لاس جوړو شویو بمونو له کبله د ملکي تلفاتو د زیاتیدو په خاطر سخته اندیښنه څرګنده کړې ده. دغه ډول بمونه د یاغیانو له خوا د افغان امنیتي ځواکونو د په نښه کولو له پاره ځای پر ځای کیږي خو ډیر وخت یې قربانیان ملکي وګړي وي.
(ms/qn (dpa