کندز: د افغان ځواکونو پر اډو يرغلونو سوخته مرگ ژوبله اولې
۱۳۹۷ تیر ۲۱, پنجشنبهچارواکو د پنجشنبې په ورځ په دشت ارچي ولسوالۍ کې د دغو ترسره شویو بریدونو د تلفاتو د شمیر په اړه بیلابیلې څرګندونې کړې دي.
د کندز د ولایتي شورا غړي محمد یوسف ایوبي، وویل چې پر دغو ځایونو باندې د طالبانو د بریدونو په پایله کې د ۲۰ او ۲۵ تر منځ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي. هغه زیاته کړه چې په پیښه کې د ټپي شویو کسانو شمیر لا تر اوسه پورې روښانه نه دی. دا په داسې حال کې ده چې ځايي چارواکو د دغو شمیرو په اړه څه نه دي ویلي.
د کندز د ولایتي شورا بل غړي زرګل عالمي، په دې پیښه کې د ۱۲ کسانو د وژل کیدو او ۱۲ نورو ټپي کیدو خبره کړې ده. عالمي ویلي دي چې نښتو درې ساعته دوام کړی دی.
لا تر اوسه پورې دولتی چارواکو د دغې پیښې په اړه څه نه دي ویلي. طالبان د کندز په ډیرو ولسوالیو کې پیاوړی حضور لري. طالبانو په تیره میاشت کې د کندز ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې پر افغان امنیتي ځواکونو باندې برید کړی وو چې په پایله کې یې ۱۵ کسان ووژل شول.