1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کم سنه مهاجر د ښوونځي تر پایه په سویډن کې پاتېدای شي

۱۳۹۷ خرداد ۲۲, سه‌شنبه

د سویډن حکومت یو نوی قانون تصویب کړی چې له مخې یې مهاجر ماشومان د بلوغ تر عمره پورې په ښوونځیو کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکولای شي او په دې ترڅ کې په سویډن کې د پاتېدو اجازه ترلاسه کوي.

https://p.dw.com/p/2zMlv
Schweden Integration von Migranten Schulunterricht
انځور: Getty Images/D. Ramos

د «انفو میګرانتس» په نامه په اروپا کې د مهاجرو په برخه کې د معلوماتو د خپرولو رسنۍ د یوه رپوټ په حواله په دې وروستیو کې د سویډن پارلمان یو داسې نوی قانون تصویب کړی دی چې له مخې یې نابالغه مهاجر او پناه غوښتونکي د ښوونځي تر پای ته رسولو پورې په سویډن کې پاتيدای شي. داسې انګیرنې هم شته چې دغه نوی تصویب شوی قانون به د دې هیواد د مهاجرت سیاست په هکله یو ځل بیا بحثونه راپورته کړي.

د سویډن حکومت دغه اقدام داسې مهال کړی دی چې د مهاجرو او پناه غوښتني په چارو کې د سویډن حکومتي ادارې د یو شمیر کم سنه مهاجرو دوسیې د دوی د بلوغ تر وخته پوري نه ارزولې.

په سویډن کې د پناه غوښتنه او په هکله یې پریکړه په اوسط ډول شاوخوا یو کال وخت نیسي. دا په دې معنی ده چې په دې موده کې ځینې داسې مهاجر هم موجود وي چې د پناه غوښتني د عریضې تر پریکړې پوري بلوغ یعني اتلس کلنۍ ته رسیږي.

په سویډن کې د کم سنه یا نابالغه مهاجرو په هکله دغه نوی قانون د دې هیواد په پارلمان کې د ۱۶۶ مثبتو رایو پر مټ تصویب شو. د دې قانون پر ضد بیا ۱۳۴ منفي رایې او د سویډن د پارلمان ۴۸ غړو بیا خپلې رایې خوندي ساتلي یعنې رایه یې نه ده کارولې. 

Schweden Stockholm Parlament
انځور: Picture-Alliance /dpa

په سویډن کې سوسیال ديموکراتانو او زرغون ګوندونو د دې نوي قانون ملاتړ کړی او اعتدال غوښتونکو او د سویډن ديموکرات ګوند بیا د دې قانون د تصویب مخالفت کړی دی.

د سویډن له زرغون ګوند څخه ماریا فرم له ټي. ټي خبري آژانس سره په خبرو کې وویل: «موږ باید سیاسي مسئولیت قبول کړو. سیاسي پناه غوښتونکي باید له دې امله له ستونزو سره مخامخ نه شي چې سويډني چارواکي یې پر وخت سره د دوی د پناه غوښتنې درخواستونه نه ارزوي.»

خو سربیره پر دې په راتلونکو ټاکنو کې ښايي د مهاجرو اړوند دغه راز موضوعات د سویډن په سیاسي بحثونو کې یوه ګرمه او توده موضوع وي. د فرانسې خبري آژانس د معلوماتو له مخې له ۲۰۱۴م کال راهیسې په سویډن کې شاوخوا ۴۰۰ زره د پناه غوښتني ثبت شوي دي.