1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کله چې د ماشوم ژوند تر ټاکلي وخت مخکې شروع شي

۱۳۹۸ خرداد ۱۲, یکشنبه

د سايبي په نوم تر وخت مخکې زېږېدلې ماشومې يوازې ۲۴۵ ګرامه وزن درلود. هغه اوس روغه ده او کور ته هم تللې ده. دلته تر وخت مخکې زېږېدلو ماشومانو په اړه مهم معلومات درته لرو.

https://p.dw.com/p/3Jcz3
San Diego 252g Frühchen verlässt Krankenhaus
انځور: picture-alliance/AP/Sharp HealthCare

سايبي د ميندوارۍ په ۲۳مه اوونۍ کې د طبي ستونزو له کبله د اضطراري سزارين علميات په واسطه نړۍ ته راغله. دا تر ټاکلي وخت ډېر مخکې مهال دی چې د ماشوم د مړينې خطر پکې خورا ډېر وي. په دغه وخت کې سايبي تقريپا ۲۴۵ ګرامه وزن درلود. بدن يې د مڼې په څېر ډېر کوچنی وو او وزن يې د مستو د قطۍ په اندازه وو چې ډاکترانو هغې ته لومړی هيڅ د ژوندي پاته کېدو چانس نه وو ورکړی. د سايبي مور وايي: «هغوی زما مېړه ته وويل چې موږ يو ساعت وخت ورسره لرو او بيا به هغه مړه شي. خو له يوه ساعت څخه دوه ساعتته، بيا يوه ورځ او بيا يوه اوونۍ جوړه شوه».
يو څو ورځې مخکې دغه وړه نجلۍ روغه او په دوه نيم کيلوګرام وزن سره روغه رمټه له روغتونه وتلې ده. 
خو نوی زېږېدلی ماشوم کله تر وخت مخکې بلل کيږي؟

Frühgeborenen-Simulator "Paul"
تر وخت مخکې زېږېدلي ماشومان ځانګړې درملنې ته اړتيا لري - عکس کې د تمرين له پاره يوه نانځکه (ګوډۍ) ليدل کيږي.انځور: picture-alliance/dpa/L.Mirgeler

هغه ماشوم چې د ميندوارۍ د ۳۴مې او ۳۷مې اوونۍ په منځ کې دنيا ته راشي، تر وخت لږ مخکې زېږېدلی ماشومان (LPI = "late preterm infants") بلل کيږي. دغسې يو ماشوم د لوی والي او وزن له مخې له پخو او په سم وخت زېږېدلو ماشومانو سره تقريبا هيڅ توپير نه لري.
تر وخت مخکې زېږدلي ډېر کم وزن لرونکي ماشومان (VLBW = "very low birth weight infants")  هغه دي چې له ۱۵۰۰ ګرامو څخه کم وزن ولري. هغه اکثرا د ميندوارۍ له ۳۲مې اوونۍ څخه مخکې دنيا ته راځي. 
هغه تر وخت مخکې زېږدلي ماشومان چې خورا ډېر کم وزن لري (ELBW = "extremely low birth weight infants")  تر زرو ګرامو کم وزن لري او د ميندوارۍ په ۲۹مه اوونۍ کې دنيا  ته راځي. 
په مجموعي توګه ډېری هغه ماشومان چې تر وخت مخکې دنيا ته راځي د زېږون پر مهال تر ۲۵۰۰ ګرامو لږ وزن لري. په آلمان کې د ميندوارۍ ۲۳مه اوونۍ د طبي مرستې په شرط د نويو زېږېدلو ماشومانو د ژوندي پاته کېدو سرحد ګڼل کيږي.
 
ماشومان ولې تر وخت مخکې دنيا ته راځي؟

Symbolbild Schwangere trinkt Alkohol
ميندوارې ښځې بايد په هيڅ صورت الکول ونه څښي او سکرېټ بايد ونه څکوي.انځور: picture alliance

تر وخت مخکې زېږون يوه واحده انګيزه او دليل نه لري. هغه کېدای شي بدني او هم رواني لاملونه وي. سترېس، رواني فشار او وېره د مثال په ډول بدن تضعيفوي چې د ناروغيو او تر وخت مخکې زېږون خطر يې پرې هم زياتيږي. په ځينو مواردو کې بيا هيڅ دغسې کوم لامل نه شي تشخيص کېدلی چې د تر وخت مخکې زېږېدنې سبب دې وګرځي. خو ځينې داسې فکتورونه او عوامل هم شته چې مور يې خپله ورباندې تاثير درلودلی شي. د الکولو او سکرېټو استعمال بايد په ميندوارۍ کې په قاطع ډول بند شي. په داسې حال کې چې په عادي حالت کې سړی يوازې خپلې روغتيا ته ضرر رسوي، خو ميندوارې ښځې بيا دوه برابره زيات مسئوليت لري. د مور تر حده زيات وزن هم کېدای شي د ماشوم د ناڅاپي زېږېدنې سبب وګرځي. له دې کبله روغتيا ته ګټه لونکی د ژوند يو صحي طرز هم يو مهم شرط دی څو تر وخت مخکې د ماشوم د زېږېدو خطر په تر ټولو ټيټه کچه کې وساتل شي.   

 

هانا فوکس/ن ص/ا و ا