کله چي «مات سوي ستوري» لويږي ـ انځورونه
د اګست په مياشت کي په آسمان کي داسي پديدې تر سترګو کيږي چي په زياتو کلتورونو کي ورته د «ماتو سوو ستورو لوېدنه» ويل کيږي او ادعاوي سته چي ګواکي پر دغه وخت دعا قبليږي. خو دغه پديده څه لاملونه لري؟
بيا راغله هغه شپه
د اګست د ۱۲مې او ۱۳مې نېټي په منځنۍ شپه په آسمان کي د آسماني ډبرو يا ګرد د سوځېدو ننداره کيدلای سي. دغه ننداره د ستورو په ځانګړې فلکي صورت کي ليدل کيدلای سي. دغه ځانګړي فلکي صورت ته د پېرزويس نوم ورکول سوی دی.
«مات سوي ستوري» څنګه رامنځ ته کيږي
هغه پديده چي پکښي په آسمان کي د ځلېدونکو اجسامو باران غوندي حالت رامنځ ته کيږي، هغه په اصل کي د کوچنيوفلکي اجسامو يا ډبرو او ذرو د تيز حرکت او په فضا کي د هغوی د سوځېدنې له کبله د رڼا رامنځ ته کېدنه وي. د مځکي له کُرې څخه هر کال پر دغه يو معين تاريخ دغه پديده ليدل کيدلای سي. دا هغه وخت دی کله چي د فلکي اجسامو د ګرد حلقه د مځکي فضا ته داخليږي او هلته سوځي.
د کوچنيو ذرو روښنايي
د دغې پدېدې په ترڅ کي د آسماني يا فلکي ګرد يا ډبرو ذرې چي قطر يې د يو سانتي متر او يو ملي متر تر منځ وي، د مځکي په اتموسفېر کي داخيليږي او هغه سوځي. د سوځېدني له کبله دغه اجسام رڼا ورکوي چي له مځکي څخه کتونکی دغه حالت د ستورو د باران په څېر په سترګو احساسوي. دغه ذرې چي هرڅومره لوی وي، هومره زياته رڼا کوي.
نه يوازي په دوبي کي
نه یوازي په دوبي کي بلکه په ژمي کي هم د فلکي ګرد يادې ذرې د مځکي اتموسفېر ته داخليږي او سوځي. دغه ډول پدېده د نوامبر او دسمبر په مياشت کي د پېرسويز فلکي صورت پر لور ليدل کيدلای سي.
د ښار له رڼاګانو څخه ليري
په دوبي کي چي آسمان پاک وي او څوک د ښار له رڼاګانو څخه ليري آسمان ته د شپې پر وخت وګوري نو تقريبا په دقيقه کي ۱۰۰ «مات سوي ستوري» ليدلای سي.
د يخ په وړاندي د کلک زړه لرونکو له پاره
هغه کسان چي له يخ او سړې هوا څخه نه بيريږي، هغوی کولای سي چي په غرنيو او يخو مناطقو کي پر روڼ آسمان د شهابونو يا فلکي اجسامو د رڼا کېدنې پديده وګوري.
«مُرادونه پوره کيږي»
په يو شمېر کلتورونو کي داسي فکر کيږي چي کله پر آسمان د «ماتو سوو ستورو لوېدنه» څوک وويني، نو خپل د زړه يو ارمان یا مراد غوښتلای سي. ادعاوي کيږي چي که دغه کس يوه مُراد يا دعا وغواړي او د دغه مُراد په هکله بل چا ته ونه وايي نو يې دغه مُراد يا دعا قبليږي.