1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

کریکټ: لوبه د باران له کبله درول شوې خو افغانان برلاسي دي

۱۳۹۸ خرداد ۱۴, سه‌شنبه

سریلانکا لوبه پیاوړې پیل کړه او د لوبې په یوې مرحلې کې یې د یوازې یو لوبغاړي په له لاسه ورکولو سره ۱۴۴ منډې جوړې کړې وې. خو د لوبې وضعیت ډیر ژر بدل شو او سریلانکا بیا د نورو ۳۸ منډو له پاره اووه لوبغاړي له لاسه ورکړل.

https://p.dw.com/p/3JoyP
Cricket Afghanistan vs. Indien
انځور: Imago/Zuma Press/T. Basnayaka

د سریلانکا دوو لومړیو توپ وهوونکو په ۱۳ اورونو کې د ۹۲ منډو ملګرتیا وکړه. خو باتجربه افغان توپ اچوونکي محمد نبي بیا د دغې ملګرتیا په ماتولو سره لوبه یو څه کراره کړه.

د لوبې رخ بیا په دوه ويشتم اوور کې هغه وخت بدل شو چې محمد نبي په شپږ توپونو د سریلانکا درې لوبغاړي وسوځول. په ۲۳ اوور کې بیا حمید حسن د سریلانکا بل لوبغاړی وسوځاوه او پر دې لوبډلې یې فشار لا زیات کړ.

دولت ځدران او راشد خان هم یوه، یوه ویکټه واخیسته او د سریلانکا یو لوبغاړی بیا «رن اوټ» هم شو. په دې ترتیب سره نو افغان لوبډلې که څه هم لوبه ښه نه وه پیل کړې، خو د شلم اوور وروسته یې ډیره ښه لوبه وکړه او پر سریلانکا یې ډیر فشار راوست.

لوبه د ۳۳ اوور له پای ته رسیدو سره د باران له کبله ودریده او تمه کیږي چې د باران تر پای ته رسیدو وروسته افغان لوبغاړي د وروستیو دورو سریلانکایي لوبغاړو له سوځولو سره په توپ وهنې پیل وکړي.

ستونزمنه توپ اچوونه

که څه هم افغان لوبغاړو د سریلانکا اته توپ وهوونکي سوځولي دي، خو په دې لوبه کې هم د هغوی ډګر ساتنه ښه نه وه او توپ اچوونکو ډیرې اضافي منډې ورکړې. افغان توپ اچوونکو په دې لوبه کې تر اوسه پورې ۲۱ «واید» او درې «نو بالونه» کړي دي او په دې ترتیب یې سریلانکا ته ۳۳ اضافي منډې ورکړي دي.

پر دې سربیره د لوبې په پېل کې حمید حسن او مجیب الرحمان هم ښه توپ اچوونه ونه کړه. که څه هم حمید حسین د لوبې په وروستیو اورونو کې د ساینې وړ توپونه واچول خو مجیب الرحمان لا تر اوسه پورې بیا توپ اچوونې ته نه دی راغلی.

تمه کیږي چې لوبه د باران له کبله د یوه ساعت په شاوخوا کې وځنډیږي. که د ځنډ موده تر دې اوږده وې نو د دې امکان چې د لوبې اورونه دې کم شي، هم شته.